لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو فلسطیني په مقبوضه لویدیځه غاړه کې پر یو ګاډي ډزې کړي، درې تنه یې ټپیان کړي دي


واشنګټن - اسرایلي چارواکي وایي، یو فلسطیني وسله وال د اتوار/یکشنبې په ورځ د اردن سیند د لویدیځې غاړې/وېسټ بنک په مقبوضه سیمه کې په یو ګاډي ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د دوو جینکو په شمول، درې اسرایلي وګړي زخمیان شول. چارواکو زیاته کړې ده چې د حملې نه وروستو، وسله وال فلسطینی تښتېدلی دی.

د اسرایل او فلسطنیانو ترمنځ د تشدد پېښې په دې وروستو کې زیاتې شوي او څه موده مخکې په لویدیځه غاړه کې دومره تشدد پېښ شو چې په نږدې دوو لسیزو کې هلته نه و لیدلی شوی.

د اسرایل پوځ ویلي چې وسله وال کس د اتوار/یکشنبې په ورځ دا حمله د یو بل ګاډي نه وکړه چې د تګ په حال کې و. ویل شوي چې په پېښه کې یو تن ډېر سخت ټپي شوی او دوه نورې جینکۍ چې یوه یې 9 کلنه او بله یې 14 کلنه ده، برسېرنې زخمیانې شوي دي.

د اسرایل پوځ وایي چې د دوی عسکر د حمله کوونکي په لټون وتلي دي.

د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې ترمخه، سږکال په لویديځه غاړه او بیت المقدس کې د تشدد له امله، څه باندې یو سل او پېنځوس (150) فلسطینیان د اسرایلو په ډزو کې وژلی شوي دي. اسرایل وایي چې اکثره دا وژل شوي کسان، تندلاري وو، مګر د دې ترڅنګ یو شمېر کم عمره کسان چې په اسرایلي عسکرو یې کاڼي غورځول او همدا راز ځيني نور چې هېڅ په مقابلو کې شامل نه و، هم وژل شوي دي.

بل اړخ ته په همدې موده کې لږ تر لږه شپږویشت (26) اسرایلي وګړي د فلسطینیانو له خوا وژلی شوي دي.

اسرایل په کال 1967 کې په لویدیځې غاړې، غزه تراډې او مشرقي بیت المقدس باندې قبضه ولګوله. فلسطینیان د خپلو دغو سیمو آزادي او ځانله د یو آزاد ریاست جوړېدل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG