لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنګله دېش په پولیسو تور لګېدلی چې ګني د حزب اختلاف کاندیدانو ته یې سازش کولو


د بي اېن پي ډله وایي د شیخ حسینه په واکمنۍ کې حکومت نه غواړي چې انتخابات ترسره کړي
د بي اېن پي ډله وایي د شیخ حسینه په واکمنۍ کې حکومت نه غواړي چې انتخابات ترسره کړي

واشنګټن - بنګله دېش کې تمه ده چې حزب اختلاف (بنګله دېش نېشنل پارټي یا بي اېن پي) به د نهې/سې شنبې او د شورو/چهارشنبې په ورځو تازه مظاهرې وکړي. دا احتجاجونه په داسې وخت کې مخې ته راځي چې راتلونکي عمومي انتخابات ممکن په جنوري میاشت کې ترسره شي او حزب اختلاف د موجوده حکومت مستعفي کېدل او پرځای یې د نګران حکومت جوړېدو مطالبه کړې ده.

بي اېن پي او بنګله دېش کې یو شمېر فعالان دعوه لري چې د وزیراعظمې شیخ حسینه حکومت د حزب اختلاف د ځینو مشرانو په ضد ملتوي شوي کېسونه چې د پولیسو سره دي، هغه ته تېزي ورکړي او په دې توګه په انتخاباتو کې د هغو مشرانو د برخې اخېستو مخه ونیسي. تېره هفته هم د حکومت ضد یوه مظاهره په بنګله دېش کې شوې وه.

اوس مهال په بنګله دېش کې د عوامي لیګ (اې اېل) ګوند حکومت چلوي.

د جولائی په شپږمه نېټه، د پولیسو یو ډي آئی جي په پایتخت ډاکه کې د نورو جګپوړو پولیس چارواکو سره ملاقات وکړ او هغو ته یې اختیار ورکړ چې د بي اېن پي او د یو بل حزب اختلاف، جماعت اسلامي بنګله دېش یا جې اي اېل د مشرانو او کارکنانو په اړه د درجو شوو مقدمو په باب معلومات راغونډ کړي.

د دغو ګوندونو په غړو باندې د کال 2013 راهېسي د اور اچولو، په پولیسو باندې د تشددآمیزه حملو، او نورو جرمونو الزامونه لګول شوي دي.

په بنګله دېش کې د جمهوریت پاله فعالانو یوې ډلې د پولیسو د غونډې په اړه معلومات د وي او اې سره شریک کړي دي. دا معلومات د بنګله دېش اکثرو رسنیو ته هم ورکړی شوي، مګر هغو رسنیو د پولیسو د ېرې دا موضوع نظراندازه کړې ده.

د شیخ حسینه د حکومت په دوران کې، د بنګله دېش رسنیو پر ځان باندې سېنسرشپ معمول ګرځولی دی. څو تنه خبریالان د حکومت او یا واکمن ګوند په خلاف د رپوټونو د لیکلو په وجه، د بنګله دېش د ډیجیټل سیکوريټي د قانون ترلاندې سزا ګانې لیدلي دي.

خو بیا هم د بنګله دېش سترې انګریزي ژبې ورځپاڼې، د ډېلي سټار او یو بل اخبار چې نیو اېج نومیږي، د پولیسو د غونډې په هکله یې معلومات خپاره کړي دي. پولیسو تر اوسه د دغو ورځپاڼو په ضد کوم غږ نه دی اوچت کړی او نه یې د هغې جلسې د خپاره شوو معلوماتو په رد کولو کې کوم خبري کنفرنس جوړ کړی دی.

بنګله دېش کې د حزب اختلاف د مشرانو او کارکنانو په ضد د مقدمو کاروايي، ګڼ شمېر کلونه وخت اخلي. په اکثرو مقدمو کې سرکاري وکیلان پوره شواهد نشي پېش کولی.

د څرګندو شوو معلوماتو ترمخه، د پولیسو په غونډه کې ډېپټي انسپکټر جنرل جویډېب بهادرا، جګپوړو پولیس چارواکو ته په مبینه توګه امر کړی چې په هغو مقدمو دې زیاته توجه وکړي کوم چې په کې د بي اېن پي او جې اي اېل ګوندونو مشران تورن شوي دي، په خصوص هغه مشران چې اټکل کیږي په آینده عمومي انتخاباتو کې به برخه واخلي.

په بنګله دېش کې د ډېرې مودې راهیسي دا دعوه کیږي چې عدالتي نظام او پولیس د واکمن ګوند یا د شیخ حسینه د حکومت په ملاتړ کار کوي. د دې نه علاوه، هیومن رایټس واچ او نور د بشري حقونو ډلې هم دعوه کوي چې د بنګله دېش پولیسو د حزب اختلاف د مشرانو په ضد سخته رویه پیل کړې ده.

وي او اې د خپاره شوو معلوماتو په حوالې سره د ډي آئی جي بهادرا نه په مسېنجر باندې د هغه نظر وغوښت، مګر تر اوسه یې څه جواب ندی ورکړی. وي او اې همدا شان د بنګله دېش داخله وزارت نه چې پولیس یې د کنټرول لاندې دي، هم په دې باب پوښتنه وکړه، خو څه جواب یې ندی ورکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG