لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتونو رپورټ:طالبانو په ښځو محدودیتونه اؤ دخپلو مخالفینو ځورول دوامداره ساتلي دي


ملګري ملتونه وایي افغانستان کې طالب چارواکو کار اؤ زده کړو ته د ښځو په لاسرسي بندیزونه دوامداره ساتلي اؤ ددې ترڅنګ هغه خلک هم نیسي اؤ زندانونو ته یې اچوي چې دخپلو مخالفو ملیشو دغړو یا دهغوي دهم نظره خبریالانو ګمان پرې کوي.

افغانستان کې دملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما د دوشنبې په ورځ خپل یو رپورټ کې دافغانستان دننه دبشري حقونو سرغړونو ته ګوته نیولې اؤ دمې اؤ جون میاشت کې په شوؤ پرمختګونو یې رڼا اچولې ده.

په افغانستان کې دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دملګرو ملتونو دا رپورټ رد کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې دا رپورټ دپخواني افغان دولت د پلویانو له لوري دکیدونکې بې ځایه پروپیګنډې اؤ ناسمو معلومات په اساس جوړ کړل شوی دی.

یوناما پخپل رپورټ کې داسې یو شمیر بېلګې مخې ته راوړي چې دښځو په زده کړو،تګ راتګ اؤ ملازمت بندیزونه په ډاګه کوي.

یوناما په دغه رپورټ کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د بندیزونو په دوام ویلي، چې طالبانو په مختلفو برخو کې په ازموینو کې د ښځو د ګډون مخه نیولې ده.

دغې ادارې په دې برخه کې د طب دخصوصي زده لپاره د ازموینې یادونه کړې او ویلي دي، چې طالبانو ښځې نه دي پریښي، چې دطب د خصوصي زده کړو په ازموینه کې برخه واخلی.

همداشان یوناما ویلي، چې طالبانو پر ښځو باندې د نورو محدودیتونو د لګولو لپاره یو لړ تدابیر نیولي دي.

همداشان دا راپور وايي، چې د یوې داخلې غیر دولتي موسسې جایداد د اوسنۍ ادارې د چارواکو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د منسوبینو له خوا ضبط شوی ځکه چې ددغې موسسې مشري د یوې ښځې له خوا کیده.

طالبانو دشپږم ټولګي نه بره د جینکو ښوونځیو ته پر تګ بندیز لګولی اؤ پروسکال دسمبر کې ی انجونې پوهنتونونو ته له تګ هم منعې کړې وې.

رپورټ کې ویل شوي چې د مې دمیاشتې په وړومبۍ نیټه په یوه هوایي اده دیو نړیوال غیر دولتي سازمان دوه افغان ښځینه مامورینې پولیسو له دې امله نیولې دي چې هغوي له محرم پرته سفر کولو .

رپورټ کې ویل شوي چې دجون میاشت کې دطالبانو داستخباراتو څانګې یوه دایي په خپله ولکه کې واخسته اؤ له هغې یې تر پینځوؤ ساعتو پلټنې وکړې، رپورټ وایي دغې دایي ته دطالبانو لخوا ګواښ شوی چې که دغیر دولتي سازمان سره یې خپله دننه پرمخ یوړه نو ژوند به یې واخستل شي.

د یوناما رپورټ کې ویل شوي چې تر دغې ګواښ دوه ورځې وروسته یادې مېرمنې خپله دنده پرېښوده.

د رپورټ له مخې دملګرو ملتونو سره په کار کوونکو افغان مېرمنو دسختو محدودیتونو له امله ددې ادارې کارونه اکثره اغېزمن کیږي اؤ سږکال دپینځم اپریل نه دیوناما ټولو افغان ښځو اؤ سړو مامورینو ته ویل شوي چې دکار پځای کې د توپیري رویې نه دبچ کیدو په خاطر دوي باید خپل کارونه له کوره وکړي.

طالبانو ښځې پارکونو ، جمونو اؤ ولسي حمامونو ته له تګ منعې کړې دي اؤ اوس اوس یې په یوه میاشت کې دننه دسلګونو سینګار خونو یا بیوټي پارلرو د تړو امر هم کړی دی.

طالبانو دسینګار خوند د تړلو لپاره دا دریځ وړاندې کړی دی چې په دې سینګار خونو کې داسلامي قانون اؤ شریعت پرضد خدمات ورکول کیږي.

دسینګار خونو مالکان اؤ کارمندان وایي دطالبانو دې اقدام سره په لسګونو زره افغان مېرمنې بې روزګاره شوې دي.

یوناما پخپل رپورټ کې ویلي چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ۱۵ زره کسان بندیان دي.

د رپورټ له مخې " د جون د میاشتې تر پایه پوري د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو شمېر کابو ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیدلي چې په منځني ډول د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پوري چې د اوسنیو چارواکو د زندانونو ادارې هوډ درلود چې ویې ساتې له ۱۰۰۰۰ تنو څخه زیات شوي دي"

د یوناما ددغه راپور پر اساس په دې بندیانو کې هغه یو شمېر ښځې او نجونې هم شاملې دي، چې د خپلې سزا موده يي پوره کړي او یا پرېکړه شوې چې باید خوشې شي، خو د سپارلو لپاره د محرم د نشتوالي له امله اوس هم په بند کې دي.

یوناما د طالبانو له حکومت څخه د فاریاب، جوزجان او سمنګان د ولایتونو په زندانونو کې د جنسي تیریو د دعوو د څیړنو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د پلټنې پلاوي د څیړنو وروسته پریکړه کړې، چې دا اعاوې بې اساسه دي.

یوناما په خپل دغه رپورټ کې په افغانستان کې د محکمو د پر ېکړو پرته او د قانون د مخکني حکومت دیو شمېر پخوانیو پوځي عسکرو وژنه هم تائید کړې ده.

یوناما د مثال په توګه د مې د میاشتې په ۱۷ د تخار په ولایت کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا، چې ویل کیدل د طالبانو د امنیتي ځواکونو پورې یې تړاو درلود د پخواني رژیم د پوځ د یو سرتیري وژل یاد کړي دي.

همداشان په دې رپورټ کې ویل شوي "د مې د میاشتې په ۲۴ نېټه د سمنګان په ولایت کې د اوسنې چارواکو امنیتي ځواکونه، د پخواني افغان ملي امنيتي ځواکونو د یو منسوب کور تالاشي کړ چې د تالاشي په دوران کې دی هم په ډزو وویشتل او ووژل شو"

د یوناما ددغه راپور له مخې د طالبانو له خوا په کابل او پنجشیر کې د ملي مقاومت د جبهې سره د اړیکو په تور د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو په خپلسر نیول او په بند کې اچول دوام لري.

همداشان د یوناما په دغه راپور کې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکو ننګونو یادونه هم کړې ده. په دې راپور کې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره په ولایتي کچه د رسنیو د فعالیتونو د څارنې په خاطر د کمېټو د رامنځته کولو یادونه شوې ده.

د یوناما راپور وايي، چې د دغو کمیټو د دندو د څرنګوالي په اړوند کومه اعلامیه نه ده خپره شوي. په داسې حال کې چې یوناما یوازی یوه دا ډول پیښه ثبت کړې، چې په ترڅ کې یې د مې په میاشت کې یوه کمېټه یوه خصوصي راډیو سټیشن څخه، پرته له کوم مخکنې خبرتیا نظارت تر سره کړی دی.

دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویتر خپل یو بیان کې ویلي دطالبانو دا رپورټ حقیقت نه لري او په خبره یې د هغو خلکو د ویناو په اساس لیکل شوی چې "د خپل هېواد په ضد یې د پروپاګند جبهه پرانیستې" ده.

طالبانو ویلي دي په داسې مثبت حالت کې د داسې منفي راپورونو خپرول کرکه ده چې باید ودرول شي

افراطي طالب چارواکي پخپلو تګلارو نیوکې نه مني اؤ وایي هغوي دافغانستان د روایاتو، کلتور اؤ اسلامي شریعت مطابق حکومت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG