لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکو په هند کې مذهبي نه زغم وېرونکی بللی


واشنګټن – د نړۍ تر ټولو لویې ډیموکراسۍ هند کې مذهبي توپیري چلند وېرونکې کچې ته رسېدلی او ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه هېواد باید بدلون راولي او که نه نو د امریکا د حکومت له بندیزونو سره به مخ شي.‌

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا د کمېشن مشر ربي ابراهام کوپر د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا وکیلانو ته وویل،

"هند په تېرو وختونو کې غوره کار کړی او باید دا بدل کړي ځکه په دغه هېواد کې په دې مهمې برخه کې لاندې تګ او دا چې څومره خلک پکې ښکېل دي، دا ډېر وېرونکی دی."

هغه وویل،‌"مذهبي تبعیض باید د ملي ویاړ مسله نه وي."

یاد کمېشن همدارنګه سپارښتنه کړې چې هند، افغانستان، سوریه، نایجریا او ویتنام دې د امریکا د حکومت د هغو هېوادنو نوملړ ته واچول شي چې د ځانګړې اندېښنې وړ دي، ځکه په دغو هېوادونو کې مذهبي ازادۍ تر خرابې کچې رسېدلې دي.

دوی همدارنګه د هند د حکومتي ادارو او چارواکو په وړاندې د اقتصادي او سفري بندیزونو غوښتنه هم کړې هغه چې د ادعاو له مخې له مذهبي ازادیو څخه یې سرغړونه کړې.

په هند باندې دا سختې نیوکې څو اونۍ وروسته له هاغې شوي چې لومړي وزیر نریندرا مودي له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړه او د کانګرس ګډې غونډې ته یې وینا وکړه.

په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مودي د سیاحت یا ټوریزم ویزه له دې امله رد کړې وه چې د ادعاو له مخې یې په ۲۰۰۲ کال په کجرات کې په مذهبي تاوتریخوالي کې رول درلود.

کوپر وویل، "مونږ هیله لرو اوس چې دغه سفر ترسره شوی او بری ترلاسه شوی نو هلته به یوه جدي بیا کتنه وي."

د بشري حقونو ډلو د مودي حکومت په دې تورن کړی چې د مسلمانانو، عیسویانو او د سیکانو مذهبي لږکیو په وړاندې توپیري چلند کوي.

په هند کې د مذهبي تاوتریخوالي د پېښو له زیاتېدو سره د دغه هېواد د ۲۸ ایالتونو څخه په ۱۲ کې داسې قانون پاس کړی چې د مذهب بدلون پکې جرم بلل شوی.

مودي که څه هم له خبري کانفرانسونو سره کومه لیوالتیا نه لري، خو له ولسمشر جو بایډڼ سره د جون په ۲۲ نېټه یوه ګډه خبري غونډه درلودله.

په دغه مهال ترې پوښتنه وشوه چې د ده د حکومت لخوا د لږکیو مذهبي ډلو په وړاندې له تبعیض څخه کار اخېستل کېږي.

مودي په ځواب کې وویل، "زه په رښتیا سره حیران یم چې خلک داسې وايي." او زیاته یې کړه، چې هند د ډیموکراټ اساسي قانون لاندې اداره کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې "تبعیض ته هېڅ ډول ځای نشته."

امریکا او هند چې دواړه چین ته د سټراټیژیک چلنج په سترګه ګوري په خپلو کې دوه اړخیزه سوداګري او پوځي او سیاسي اړیکې پراخې کړي.

دواړو هېوادونو په ۲۰۲۲ کال کې په خپلو کې د ۱۲۰ بیلینه ډالرو په ارزښت تجارت درلود او په دې توګه امریکا د هند تر ټولو لوی سوداګریز شریک باندې بدل شوی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG