لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر شي: چین او امریکا ته په کار ده چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره پرېکړې وکړي


واشنګټن - د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د امریکا د ملي امنیت له پخواني سلاکار هینري کسینجر سره په خبرو کې په دې ټینګار کړی چې چین او امریکا یو ځل بیا په یو څلور لاري کې سره مخ دي چې د دواړو هېوادونو لخوا د یوې پرېکړې اړتیا ده چې له دې وروسته کوم لوري ته تګ په کار دی.

د چین ولسمشر شي جېنپېنګ دغه خبرې په پېنګ کې له ښاغلي کسینجر سره په لیدنه کې کړي او ددغې لیدنې د ارزښت په اړه یې ویلي، چې کسینجر په دې وروستیو کې د خپلې زوکړې سلمه کلیزه لمانځلې او چین ته یې د کلونو راهیسې تر سلو زیات سفرونه کړي چې دې دواړو سلیزو دې سفر ته ځآنګړی ارزښت ورکړی.

"د چین خلک ملګرتیا ته ارزښت ورکوي. مونږ هېڅکه خپل پخوانی ملګری نه هېرو او نه هم د چین او امریکا د اړیکو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیا د ښه کېدو په برخه کې ستاسو تاریخي هلې ځلې هېروو."

ولسمشر شي وویل، ‌۵۲ کال وړاندې کله چې امریکا او چین په یوې مهمې تاریخي موقع ولاړ وو نو چینايي رهبرانو له ولسمشر ریچارډ نېکسن او ډاکټر کسینجر سره په ګډه په خپل غوره سټراټیژیک دید سره د چین او امریکا د همکارۍ په برخه کې سمې پرېکړې وکړې چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورمالې شوې.

هغه وړاندې وویل، دغې پرېکړې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوله او نړۍ یې بدله کړه.

ډاکتر کسینجر له ولسمشر شي څخه مننه وکړه چې په دغه دولتي میلمستون کې یې له هغه سره ولیدل او وویل، د امریکا او چین اړیکې د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ د سولې او نېکمرغۍ لپاره مهمې دي.

"ښاغلی ولسمشر دا لوی امتیاز دی چې په دې توانېدلی یم چې له چین څخه لیدنه وکړم. دا ستاسو ځانګړې مهرباني ده چې په دې میلمستون کې مو زمونږ لیدنه تنظیم کړې په کوم ځای کې چې ما چین ته په خپل لومړي سفر کې له چینايي رهبرانو سره لیدلي وو. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به د نړۍ د سولې او زمونږ د ټولنو د پرمختګ د مرکز په توګه وي."

شي وویل، راتلونکې ته په کتلو سره چین او امریکا د یو او بل په بریا کې مرسته کولای شي او کونجي یې د دریو اصولو په عملي کولو کې ده چې دوه اړخیزه درناوی وي، سولیز اوسېدل او د یوه او بل په ګټه کې همکاري ده.

هغه وویل، چېن په دې اصولو تیار دی چې له امریکا سره د سمې لارې په لټه کې شي او خپلې اړیکې په سمه توګه پر مخ بوځي.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ولسمشرۍ لپاره پخواني کاندید جان کېري له چین څخه د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي، ډېر داسې شیان دي چې د دې ټولو خبرو سره سره مونږ پرې په ښکاره توافق لرو خو خپلې خبرې یې موسمي مسلو ته محدودې وساتلې.

"زمونږ په قضاوت د موسم مسله کومه دوه اړخیزه مسله نه ده. ولسمشر بایډن باوري لري او زه فکر کوم چې ټوله نړۍ په دې باور لري، چې موسمي ناورین انسانانو ته یو نړیوال ګواښ دی او مونږ ټول مسولیت لرو چې څومره ژر چې کېږي ورسره مقابله وکړو او مونږ هېله لرو مونږ به نورې مسلې له دې څخه یوې غاړې ته ساتو."

کېري د موسمي بدلون د مسلو په اړه له خپل چینايي سیال شي جینوا سره خبرې کړي او وروسته یې بیا لوړ پوړي چینايي ډپلوماټ وانګ ته ویلي، چې د بایډن اداره ډېره ژمنه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې با ثباته شي.

د امریکا او چین ترمنځ اړیکې د ټکسونو د لانجې، ټکنالوجۍ ته د لاس رسي، په چین کې د ‌بشري حقونو پر سر اندېښنو او خودمختاره تایوان ته د چین د ګواښونو له امله په تاریخي توګه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي.

کېرې د بایډن د ادارې دریم جګ پوړی چارواکی دی چې په دې وروستیو اونیو کې یې چین ته له خپلو سیالانو سره د خبرو لپاره سفرونه کړي.

له کېرې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د خزانې وزیره جنېت یلېن هم چین ته ورغلي وو.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG