واشنګټن - پس د هغه چې د امریکې د ټېکساس ریاست یو ایالتي پولیس د مکسیکو سره په پوله باندې د کډوالو ناوړه حالات څرګند کړل، امریکې ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي دپاره د ټېکساس سره سرحد باندې د ګورنر ګرېګ ابټ سخت اقدامات د سخت تنقید ښکار شول.
یو ایالتي پولیس، نیکلاس وېنګېټ خپل یو مشر ته ویلي و چې په سرحد باندې د اغزن تار په وجه زخمي شوي او په وینو لړلي مهاجر د مرستې نه بې برخې پاته کېدل او دوی ته امر شوی و چې په سخته ګرمۍ کې هم دغو خلکو ته اوبه ورنکړي.
وېنګېټ قصه کړې ده چې یو ځل د جون په ۲۵مه، د مکسیکو سره سرحد ته نږدې د ټېکساس په ماوېرېک ضلعه کې د یوې ډلې مهاجرو سره مخامخ شول چې شمېر یې 120 کسانو ته رسېدلو او په کې ښځې او ماشومان هم شامل و. وېنګېټ وایي، هغه او نورو ملګرو ته یې امر وشو چې "دا خلک بېرته اوبو ته ټېل وهو چې مکسیکو ته واپس لاړ شي."
دغه ایالتي پولیس چې امریکا کې ورته ټروپر وایي، د جولائی په درېیمه نېټه په یو اېمیل کې دا بیان لیکلی او د مهاجرو سره یې دغه راز چلند، غیرانسانی بللی دی.
د ټېکساس د تحفظ محکمې یو ترجمان، ټراوېس کونسېډېن وویل چې د ټروپر له طرفه د دغه ورکړی شوو معلوماتو په باب داخلي پلټنې روانې دي. هغه زیاته کړه چې د دوی محکمې ته هېڅ داسې کوم هدایت یا پالیسي نده ورکړی شوې چې ټروپر ځواکونه مهاجرو ته د اوبو ورکولو نه ایسار کړي او یا ورته ووایې چې هغوی بېرته د سېند اوبو ته ټېل وهي.
د وېنګېټ ایمېلونه اول ځل د هیرسټ اخبار ته په لاس ورغلل، او د رپوټ په خورېدو سره یو ځل بیا د ټېکساس د لارې امریکې ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي اقدامات چې ګورنر پیل کړي دي، د تنقیدي کتنې لاندې راوستل.
د ټېکساس ګورنر، ګرېګ ابټ چې تعلق یې د رېپبلېکن ګوند سره دی، د مکسیکو سره د هغه ایالت په سرحد باندې د مهاجرو د مخنیوي دپاره یو پروګرام پیل کړی او هغه ته یې څلور بېلینه ډالر ځانګړې کړي دي.
د وایټ هاوس ترجمانې کرين ژان پییر د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې که د ټروپر قصې چې کومې یې کړي، حقیقت وي نو دا ډېره "د نفرت وړ" او "خطرناکه" قصه ده.
د امریکا د داخلي امنیت د وزارت یو ترجمان هم په یو بیان کې، د هغو ګامونو مذمت کړی چې د ټېکساس د ایالتي پولیس/ټروپر په بیان کې یې قصه شوې ده. مګر دا یې نه دي ویلي چې آیا د دوی وزارت په دې اړه د پلټنو خیال لري او که نه.
د امریکا په کانګرس کې د ټېکساس د سرحدي سیمو یو نماینده، رېپبلېکن ټوني ګونزالس په یو ټویټ کې ویلي: "د سرحد امن کول، باید د انسانیت د عدم موجودیت په معنا نه وي."
د امریکا او مکسیکو ترمنځ د سرحد امن کول، د ډېرې مودې راهیسي په امریکا کې یو بحث پاته شوی. په دې وروستیو کې د مکسیکو د لارې امریکې ته د غیرقانوني مهاجرو د راتګ لړۍ زیاته شوې وه، او د امریکا حکومت د هغو کسانو دپاره چې امریکا ته پناه راوړي، یو اپلېکشن (سي بي پي ون) هم پرانستی د کوم د لارې چې خلک کولی شي په محفوظه طریقه ځان سرحدي دروازو ته ورسوي او هلته کې د خپل مهاجرت دلایل څرګند کړي. مګر بیا هم ځیني کډوال د نورو غیرقانوني لارو کوښښ کوي ځانونه امریکې ته ورسوي او په لاره کې د سختو کړاوونو سره مخ کیږي.