لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ له جمهوري اصول په ځای ساتل په کار دي


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، امریکا نه يواځې په پاکستان بلکې په ګرده نړۍ کې د جمهوري اصولو پر ساتلو ټینګار کوي.

د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت د وياند مېتهيو ميلر نه په خبري غونډه کې پاکستان کې د پارلیمان د مودې ختمېدو او راتلونکو انتخاباتو پوښتنه شوې، چې امریکا ګڼي پاکستان کې به ازاد او منصفانه انتخابات وشي؟

په ځواب کې ميلر ویلي، "په ‌ډاګه کوي چې امريکا په بنيادي جمهوري اصولو په پرامنه ډول د ولاړو پاتې کېدو ملاتړ کوي، په کوم کې چې ازادې رسنۍ، د اظهار رای ازادي او ټولنې ازادي شامل ده".

د پاکستان د پارلیمان ټاکلې اييني موده د اګست په میاشت کې سر ته رسي او حکومت وايي الېکشن کمېشن به د انتخاباتو نوې نېټه اعلانوي.

پاکستان کې تل په انتخاباتو کې د درغليو کېدو تورونه لګي.

پاکستان کې دا وخت د راتلونکو عامو انتخاباتو په نېټه او کېدو تاوده بحثونه روان دي.

مېتهیو ميلر ویلي، "امریکا د قانون د سر لوړۍ پلوي ده نه يواځې په پاکستان بلکې په ګرده نړۍ کې، او دا د جمهوري انتخاباتو دپاره بنيادي اصول دي. هغه زياته کړې څو ځله یې دغه خبره کړې ده".

د نوموړي نه پوښتنه شوې امریکا ګڼي چې په افغانستان کې واکمن طالبان به د کومه ځايه پورې دغه وعده پوره کړي چې خپله خاوره د ترهګرۍ دپاره کارېدو نه پرې نه ږدي.

ميلر ويلي، "په دغه حواله د کوم اعتماد او بې اعتمادۍ نه بغېر وايي امريکا به طالبانو ته د خپلې وعدې پوره کولو وايي".

د نوموړي په خبره، "امريکا د وړاندې نه ويلي دي مونږ اوس هم دا توان لرو چې په سيمه کې په خپله عمليات وکړو د دې پرته چې طالبانو کومې وعدې کړې وې په هغې ودريږي که نه، مونږ حق لرو چې د امريکايي ګټو ساتنه وکړو".

پاکستان کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې یو ځل بيا سېوا شوي دي.

او پاکستان بيا په افغانستان تورونه لګولي چې واکمنو طالبانو د افغانستان په خاوره تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې ده او د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد کاريږي.

خو طالبانو په کلکه دغه تورونه رد کړي دي.

[په خبر کې ځینې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG