لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تارړ: د سايفر شخصي ګټلو دپاره کارولو سزا 14 کاله ده


د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ ويلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سايفر په ښکاره بې دريغه کارولی او که چرته ثابته شي چې ياد اسناد په ارادې سره د شخصي ګټو دپاره کارول شوي نو د افيشل سيکرټ قانون لاندې یې سزا 14 کاله ده او که سخته سرغړونه شوي وي سزا سېوا کېدی هم شي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان د پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولو هڅه کړې ده".

عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

اعظم نذير تارړ پرون په خبري غونډه کې ويلي، اوسني حکومت د سايفر په معامله د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف آی اې د لارې پلټنې کولې، اېف آی اې په دغه لړ کې پخوانی وزیراعظم عمران خان طلب کړی خو عمران خان د خپل دريځ وړاندې کولو په ځای لاهور هايکورټ ته تللی عدالت بيا دغه پلټنې ودرولې خو شپږ مياشتې وروسته یې خپل حکم بيرته اخستی دی.

نوموړي زياته کړه اوس اېف آی اې په 25مه جولايۍ عمران خان طلب کړی او د اعظم خان د 164 بيان پکې مخې ته راغلی او هغه پکې مهم ګواه دی، اېف آی اې به د قانون ترمخه پلټنې او کارروايي کوي.

هغه تور لګولی عمران خان د سايفر د لارې ډرامه او لوبه راجوړه کړې ملک ته یې تاوان اړولی دی.

نوموړي د نوم اخستو پرته وویل، عمران خان د یو دوست ملک سره اړيکې خرابې کړي په نړيواله کچه د اړيکو په بحالۍ کې وخت لګېدلی او د هغې له امله د ملک په اقتصاد بدې اغېزې شوي دي.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

نوموړي تېره شپه په يوه ويډيوي وېنا کې ویلي، هغه به تر هغې وخت د اعظم خان سره تړلي بيان باندې يقين ونه کړي چې خپله یې ترې نه وي اورېدلي.

هغه دعوه کړې، ښکاري د اعظم خان نه په زوره دغه بيان اخستل شوی ځکه چې د خلکو په سر ټوپک اېښودل کيږي چې بلې پارټۍ ته لاړ شي.

عمران خان زياته کړې نه مني چې اعظم خان به دغه خبرې کړې وي او په دې کې ځينې رښتيا هم دي. هغه ویلي سايفر په اصل کې د جنرل باجوه دپاره راغلی وو.

د اعظم خان د مبینه بيان مخې ته راتلو وروسته پاکستان کې په دغه موضوع تاوده بحثونه روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG