واشنګټن- د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) خبرداری ورکړی د ډينګي ماشي نه لګېدونکې تبه د نړۍ نورو هېوادونو او سيمو ته خؤريږي چې لاملونه يې د خلکو زياتېدونکی تګ راتګ، ابادي ښاريزې سيمو ته منتقل کېدل او د موسم د بدلون سره تړلې مسلې دي.
د ادارې د موسمي ناروغتياو د نړيوال پروګرام يو لوړپوړي چارواکي رامان وېلايودهان په جنېوا کې خبريالانو ته ويلي “د ډينګي اثرات په نزدې 129 هېوادونو کې دي. د نړۍ نيمه ابادي يې د خطر سره مخ ده. زمونږ اندازه ده چې د سلو نه تر څلور سوه ميلينه پورې کيسونه هر کال رپوټ کيږي. دا په بنيادي توګه يوه اندازه ده”.
د صحت د چارو کارپوهان وايي د ماشي دغه ځانګړی نسل چې په ډينګي ماشي پېژندل کيږي په عامه توګه په باراني او نيم باراني سيمو کې په درنګو ډېريږي.
ډبليو اېچ او وايي په تېرو څو لسيزو کې د ډينګي ناروغۍ په ډرامايي انداز کې په نړۍ کې خؤرې شوي او شمېر يې د کال 2000م د نيم ميلين کيسونو په نسبت په کال 2022 کې څلور اشاريه دوه ميلين ته رسېدلی.
تېر کال په لاطيني امريکا سيمه کې د ډينګي دوه اشاريه اته ميلين کيسونه رپوټ شوي چې له کبله يې يو زر دوه سوه اتيا خلک مړه شوي. د کال 2023 په اوه مياشتو کې تر اوسه دومره کيسونه او هم دومره مړي رپوټ شوي.
ولايودهان وايي ډينګي يوه نړيواله ناروغي ده او زياتوي ډينګي ناروغي په څلورويشت يورپي هېوادونو کې موندل شوې ده. هغه وويل په وروستيو کې دوه زره کيسونه په افريقا کې رپوټ شوي چې له کبله يې پينځه څلوېښت تنه مړه دي او تازه ناروغۍ يې په مصر کې مخې ته راغلې دي.
ياد چارواکی وايي په افريقا کې د ډينګي موجودګي د انديښنو وړ خبره ده ځکه چې د هغلته نه په کال کې د دوه سوه زره کيسونو رپوټ کېدل ممکن يوه کمه شمېره ښودل شوې وي او بايد دا په پوره توګه رپوټ کړل شي.
هغه وايي “مونږ خبر يو چې دا ناروغي دغلته شته خو دا نورو ناروغيو پټه کړې ده. د مليريا خلاف کمپين وړاندې تلی او دا ناروغي يې کمه کړې خو د ډينګي ناروغۍ ډېر کيسونه مخې ته راغلي. مونږ په ريښتيا هم حکومتونه هڅوو چې د دې خلاف کار وکړي”.
ډبليو اېچ او په سوډان، ايتيوپيا، سينيګال، کينيا، نايجيريا او ساو ټومې کې د ډينګي ناروغۍ کيسونه څاري. په ايشيا کې پشکال مات شوی، د صحت کارپوهان يې انديښمن کړي چې په دې سيمه کې نزدې 70% ډينګي کيسونه رپوټ شوي. ادارې حکومتونو ته خبرداری ورکړی چې د مخنيوي د پاره يې حفاظتي ګامونه واخلي.
وېلايودهان وايي د هند په نيمه وچه (برصغير هند) کې پشکال مات شوی کومه سيمه چې د ډينګي وبا اغېزمنه کړې چرته چې ډېر بارانونه، زياته تودوخه او ان تر دې چې د اوبو کمی هم دې ماشي ته راست حالات جوړوي او خطره زياتوي.
چارواکی وايي د دې د مخنيوي د پاره کوټلي ګامونه اخستل غواړي چې د دې ماشي نوي نسلونه خؤرېدل قابو کړل شي. هغه وايي “خلک دا قابو کولی شي. ولاړې اوبه او نور ممکنه ځايونه چې دا ماشی پکې پايدلی شي په خپلو کورونو او خوا و شا کې نه دي پرېښودل پکار”.
هغه وايي ډينګي ماشی د ورځې چيچل کوي او خلک دې تر ممکن حده ځان بچ وساتي چې مخنيوی يې وشي.