لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د بجلۍ د یو یونټ نرخ کې د 7.50 روپو اضافې منظوري ورکړې ده


دپاکستان وفاقي کابینې دبجلۍ په یو یونټ کې د7.50 روپو منظوري ورکړې ده چې حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو ددې اقدام سخته غندنه کړې ده اؤ وایي دبجلۍ نرخونو کې دپرله پیسې داضافې باوجود هم دپي‌ ډي ایم ایتلافي حکومت کې د ګردشي قرضونو سیوا کېدو رفتار چنده چټک شوی دی.

د خالي په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسینو دسرچینو له خولې ویلي چې وفاقي کابینې داعلامیې یا سرکولیشن په ذریعه دبجلۍ نرخ کې دشوې سپارښتنې منظوري ورکړې ده چې دهغې له مخې دبجلۍ بنیادي نرخ د دریوؤ روپو نه نیولی تر 7.50 زیات کړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې وړاندې نه ولس اؤ دتاجرانو طبقه دتوانایۍ د لوړو بیعو نه سر ټکوي اؤ د پښتونخوا سوداګرو وړاندې نه دبجلۍ نرخ کې د وروستۍ پرله پیسې اضافې پرضد پېښور هایکورټ ته دتګ اعلان کړی دی.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې حکومت دبجلۍ بنیادي نرخ کې د اضافې خواست دبجلۍ دنرخ تړلو ادرې نیپرا کې جمع کړی دی اؤ نیپرا به اوس دمرکزي حکومت دخواست اوریدنه کوي چې له هغې وروسته به دنیپرا دفیصلې په اساس حکومت دبجلۍ نرخ کې داضافې اعلامیه خپروي.

حکومت نیپرا ته وړاندیز کړی دی چې دبجلۍ نرخ کې اضافه باید دجولایي دمیاشتې د وړومبۍ نیټې نه عملي کړي.

دبجلۍ نرخ کې داضافې په اړوند دحکومت تجویز کې ویلی شوي چې کومې کورنۍ دمیاشتې تر100 بجلي سوځوي هغوي باندې دیو یونټ پسر باید درې روپۍ اضافه کړل شوي خو د101 یونټ نه تر200 یونټو سوځوونکو لپاره دې بیا په یو یونټ کې څلور روپۍ اضافه وکړل شوي.

همدا شان د201 یونټو نه نیولې تر 300 سوځونکو لپاره یو یونټ کې دپینځوؤ روپو،د301یونټو نه نیولې تر400یونټو لپاره د6.50 اؤ د400 نه تر 700 پورې بجلۍ سوځونکو لپاره د7.50 روپو داضافې وړاندیز شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان مالي کال لپاره نیپرا دبجلۍ بنیادي نرخ کې داضافې منظوري له وړاندې نه ورکړې ده.

په پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ، مدني فعالانو اؤ کاروباریانو دبجلۍ بنیادي نرخ کې ددې تازه اضافې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ دا یې د غریب ولس پسر د یو دروند بار اچولو اقدام بللی دی.

دپي ټي ایي په تېر حکومت کې داقتصاد پخواني وزیر حماد اظهر ویلي دموجوده ایتلافي حکومت په دور کې دبجلۍ پیدا وار 10فیصدي کم شوی اؤ لوډشیډنګ هم بېرته راګرځیدلی دی.

په ټویټر ښاغلي اظهر لیکلي دبجلۍ دنرخ سیوا کولو باوجود د پي ډي‌ ایم په حکومت کې دګردشي قرضو سیوا کیدو رفتار درې چنده چټک شوی دی .

هغه تور لګولی چې موجوده واکمنان دخپلو کیسونو معاف کولو نه اخوا په هیڅ نه پوهیږي.

همدا شان دبجلۍ نرخ کې اضافې ته خپل غبرګون کې دحکومت مخالف ګوند جماعت اسلامي مشر سراج الحق ویلي دپي ډي ایم حکومت دقام لپاره یو عذاب ثابت شوی دی اؤ بجلۍ په یو یونټ کې د اوو روپو اضافه ظلم دی.

په ټویټر ښاغلي سراج الحق لیکلي پاکستان داسې یوه ورځ هم نه تیریږي چې د څه څېز نرخ پکې سیوا نه شي یا پکې نوی ټیکس ونه لګي.

هغه ویلي یو خوا حکومت په ولس باندې ګراني سیوا کوي اؤ" بلخوا پنجاب کې د اربونو روپو ګاډي اخستل کیږي ،‌په قرض دپاسه قرص اخستل اؤ دقام د وینو په نچوړولو عیاشي کول ، دا څنګه بې حسي ده"

د اسلام اباد هایکورټ پخواني جج شوکت عزیز صدیقي په حکومت غږ کړی چې دغریب ولس له وینو نچوړولو دې نور لاس واخلي اؤ مجبوره اؤ بې وزله اولس دې نور بغاوت ته نه مجبور کړل کیږي.
په ټویټر ښاغلي صدیقي لیکلي د بجلۍ نرخونو کې اضافه د ولس په جیب ډاکه ده ،حکومت دې خپلې عیاشۍ ختمې کړي ،دبجلۍ د غلا مخه دې ونیسي اؤ چاته چې ویړیا بجلي ورکول کیږي هغوي نه دې د وصولۍ نظام رامنځته کړل شي.
تر دې وړاندې هم روانه میاشت کې په پاکستان کې د بجلۍ د قیمتونو د تړلو ادارې نیپرا د بجلۍ په بنیادی شرحه کې د 7 روپو او 91 پیسو داضافې منظوری ورکړې وه چې دغه اضافې ته خپل غبرګون کې دخیبر پښتونخوا تجارانو اؤ مدني ټولنې دنیپرا ددې اقدام پرضد پېښور هایکورټ ته دتګ اعلان کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG