لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا او پنجاب کې بارانونو سخت زیانونه اړولي، د مرګ ژوبلې ترڅنګ فصلونه تباه او سړکونه بند شوي دی


دقدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي اداره پي ډي‌ ایم ای وایي دتېرو څلېریشتو ساعتو په مهال خېبر پښتونخوا کې دبارانونو له امله بیلابیلو پېښو کې څلور کسان مړه شوي اؤ یو شمیر کورونو ته زیان اوړیدلی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي پنجاب ایالت کې هم دبارانونو له امله بیلابیلو پېښو کې دمرګ ژوبلې ترڅنګ سړکونو ته اوبه راختلي اؤ دبجلۍ نظام یې تالا ترغۍ کړی دی.

د راوي سیند دبند ماتیدو له امله دسیند اوبه دپنجاب ملتان سیمه کې بیلابیلو کلیو ته ننوتلي دي اؤ رسنۍ وایي په سوونو ایکړه زمکه ولاړ فصلونه یې تباه کړي دي.

خېبر پښتونخوا کې دقدرتي افتونو په مهال دمرستو دولتي ادارې پي ډي ایم ای مطبوعاتو ته په ورکړي تازه احوال کې ویل چې په کوز چترال کې دبارانونو اؤ سیلابي اوبو له امله نهو کورونو ته زیان اوښتی خو کله چې دسیلاب اوبه کمې شي نو بیا به داوښتو سیلابونو تفصیلي اندازه لګولی شي.

دپي ډي‌ ایم ای په بیان کې ویل شوي چې دممکنه خطر سره دمخ سیمو خلک د وړاندې نه خوندي سیمو ته ویستل شوي دي اؤ کوم خلک چې اوسني باران اؤ سیلاب اغېزمن کړي هغوي ته خوراکي سامان ورکول کیږي.

د ریلیف یا کومک دمحکمې ویاند ویلي دچترال ضلعي انتظامیه ، پي‌ ډي‌ ایم ای،ریسکیو 1122،شهري دفاع اؤ نورې اړوند ادارې دبارانونو اؤ سیلاب دممکنه خطرو په ترڅ کې خدماتو ورکولو ته چمتو ولاړې دي.

په سوشل میډیا دشوؤ بیلابیلو پوسټونو له مخې دبارانونو اؤ سیلابي اوبو له امله په بر دیر دچترال اؤ ناران سیمو کې دغرونو نه ګټان هم راخوییدلي چې لارې یې بندې کړي اؤ هم اوبه سړکونو ته ختلي دي چې ورسره مسافر په سړکونو بند پاتې شوي دي.

د ریلیف محکمې ویاند ویلي چې د بر دیر انتظامیې دسړک په اړخ پرانستی اؤ د بل اړخ دپرانستو لپاره کار کوي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې دپنجاب لاهور ښار کې هم دبارانو له امله بیلابیلو پېښو کې دوه کسان مړه شوي اؤ د زیات ورښت له امله دپنجاب یو شمیر ښارونو کې سیلابي صورتحال پیدا شوی دی.

رسنیو دموسمیاتو د محکمې له خولې ویلي چې دپنجاب په تربیلا،کالا باغ اؤ چشمه په مقامانو د سترې درجې سیلاب دی اؤ د راوي سیند د حفاظتي بند ماتیدو له امله ددغه سیند اوبه ملتان کې یو شمیر کلیو ته ننوتلي اؤ په سلګونو ایکړه زمکه ولاړ فصلونه یې تباه کړي دي.

پاکستان کې دقدرتي افتونو په مهال دمرستو ادارې این ‌ډي ایم ای22م نه تر 26جولایي ملک کې دسختو بارانونو خبرداری جاری کړی اؤ اندېښنه یې ښودلي چې دې بارانونو کې پېښور،اسلام اباد،پینډۍ،ګوجرانواله اؤ لاهور کې د اوبو لاندې سیمو کې د سیلابي اوبو راختلو ویرې شته .

همدا شان بیا این ډي ایم ای دخیبر پښتونخوا دغرییزو سیمو ترڅنګ په مري،ګلیاتو،کشمیر اؤ ګلګت بلتستان کې دغره دګټانو راخوییدو اؤ د لویو لارو د بندیدو خبرداری هم ورکړی دی.

پروسکال هم پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله راغلو سېلابونو په لویه پیمانه تباهي خوره کړې وه اؤ د1500نه د زیاتو کسانو دمړینې ترڅنګ حکومت ویلي وؤ چې دغو سېلابونو ملک ته 33اربو ډالرو نه زیات زیانونه اړولي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG