لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالب علمانو د سکالرشپونو په مرسته د امریکې په مختلفو یونیورسېټو کې داخله اخستې ده


مشعل عزیز، د امریکې په پاسټن کې د نارټ ایسټرڼ یونېورسېټۍ طالب علمه
مشعل عزیز، د امریکې په پاسټن کې د نارټ ایسټرڼ یونېورسېټۍ طالب علمه

واشنګټن - د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې چې کله طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، فهیمه سلطاني او د هغې د یونیورسېټۍ ملګرو څو ورځې پر له پسې دا کوښښ وکړ چې ځانونه د کابل ائیرپورټ ته ورسوي، مګر تندلارو وسله والو هغه بېرته وګرځوله.

هغه وایي، یاد یې دي چې یو وسله وال ورته ویل: "تعلیم څه نشته، بېرته کور ته ځه!"

قریب دوه کاله پس د هغو ورځو، فهمیه سلطاني چې اوس یوویشت (۲۱) کلنه ده، امریکا ته خوندي رارسېدلې او د یو سکالرشپ په بنیاد د ارېزونا سټېټ یونیورسېټۍ په ډېټا سائنس څانګه کې تعلیم کوي چې بچلر ډګري واخلي. هغه چې کله وخت ولري، نو یونیورسېټۍ ته نږدې د ټېمپ بوټ غونډیو ته په چکر ځي، ځکه د هغه ماحول ورته خپل وطن افغانستان رایادوي.

د کال ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې چې امریکایي عسکر د شل کاله جګړې نه پس، په غیرمنظمه توګه د افغانستانه ووتل، د فهیمه سلطاني غوندې ګڼ شمېر افغان طالب علمانو سخت کوښښ وکړ چې بهر ملکونو ته ولاړ شي. دې حالت ته په کتو، د امریکې کالجونه، پوهنتونونه او ځینو فعالو ډلو دا هلې ځلې پیل کړې چې د افغان طالب علمانو دپاره په سلګونه سکالرشپونه برابر کړي چې هغوی وکړی شي د افغانستان څخه بهر په امریکه کې خپل د تعلیم چارې پر مخ بوزي.

د فهیمه سلطاني په عمر افغانې ښځې جینکۍ هغه وخت پیدا شوي چې امریکا د سپټمبر یوولسمې نېټې د حملو نه پس په افغانستان کې د طالبانو حکومت ختم کړ. دغه ځوان کهول په تېرو شلو کلونو کې تعلیم وکړ، سکولونه او د ښځو ترقي یې ولیدله، او یو دم یې دا ولیدل چې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله او هغه ټولې آزادۍ یې ختمې کړلې.

فهیمه سلطاني، د ارېزونا سټېټ یونیورسیټي
فهیمه سلطاني، د ارېزونا سټېټ یونیورسیټي

انسټیټوټ آف انټرنشنل ایجوکېشن یوه عالمي غیرانتفاعي اداره ده چې د سکالرشپونو دپاره فنډونه برابروي. د دې ادارې مشر، الن ګوډمن وویل: "په کابل کې د پخواني حکومت د ماتېدو نه شېبې وروسته، امریکایي پوهنتونونو وویل، «یو موږ اخلو»، «درې موږ اخلو»، «موږ یو یې یو پروفېسر اخلو»، «موږ یو طالب علم اخلو»."

د جینکو طالب علمانو یره او د وطن نه د تېښتې دلیل یې ډېر ژر جائز ښکاره شو، ځکله طالبانو واک ته د رسېدو نه پس، سخت دریځه تګلاره عملي کول شورو کړل. په افغانستان کې د طالبانو د واک تر لاندې اوس جېنکۍ د شپږم جماعت نه پس سکول ته نشي تللی، او ښځې او جینکۍ پوهنتونونو ته هم نه پرېښودلی کیږي. همدا ډول اکثره ادارو کې ښځې کار کولو ته هم نه پرېښودلی کیږي.

فهمیه سلطاني یوه د هغو څه باندې شپېتو ښځو جېنکو ده چې د افغانستان نه د تېښتې وروستو، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې پورې د اریزونا سټېټ یونیورسېټۍ ته راورسېدلې. فهیمې په افغانستان کې د آنلاین طریقه د بنګله دېش په یو پوهنتون کې تعلیم کولو.

په ارېزونا سټېټ یونیورسېټي کې د ګلوبل اکډمیک انیشیټيو مشره سوزان اېډګېنګټن وایي: "دغه ښځې د یو بحران نه راوتلي دي، د یوې تکلیف ده تجربې نه. دوی په جهاز کې سواره شول، بغیر د دې چې پوهه شي چېرته روان دي. آخر کې امریکا ته راورسېدلې."

د امریکا اکثرو کالجونو او پوهنتونونو کې د قریب دوه کاله تعلیم نه پس، اوس دوی زیاتره فراغت ته نږدې شوي او په دې سوچ کې دي چې خپله آینده څنګه جوړه کړي.

دوه ویشت کلنه مشعل عزیز د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې تعلیم کولو او صرف څو میاشتې پاته وې چې فارغه شي، خو طالبانو افغانستان ونیو. هغه په جهاز کې د افغانستان نه راووتله، او بیا یې په انټرنټ کې پلټنه وکړه چې کومې ادارې سکالرشپونه ورکوي.

مشعل او درې نورې افغانې طالب علمانې د کابل نه اول قطر ته تللې وې او بیا د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې د امریکې نیوجرزي ایالت ته ورسېدلې. مشعل په همدې پسرلي کې د فایننس او اکاونټنګ منجمنټ په څانګه کې خپل بچلر ډګري واخېسته. اوس غواړي د امریکا په یو بل پوهنتون کې خپله د ماسټرۍ ډګري هم واخلي.

خو داسې ډېرې نورې افغانې جینکۍ او ښځې شته چې لا یې د امریکې په پوهنتونو کې د تعلیم چانس نه دی موندلی او کوښښ کوي امریکا ته ځانونه راورسوي. د دغو جینکو د ډلې نه یوه هم یاسمین سهرابي ده چې شپږویشت (۲۶) کلنه ده. د طالبانو د راتګ نه یوه ورځ وروستو، یاسمین خبره شوله چې د امریکې په وېسټرن کېنټکي یونیورسېټي کې یې داخله منلی شوې ده، خو هغې ونشو کولی چې بهر ملک ته د رسېدو دپاره ځان د کابل ائیرپورټ ته ورسوي. هغه اوس پاکستان کې ده او دې ته انتظار ده چې د امریکې ویزه ترلاسه کړي.

افغان طالب علمانو ته د طالبانو د راتګ نه پس د سکالرشپونو په پروګرام کې تر اوسه سلګونو افغانانو سره مرسته شوې چې په امریکې کې زده کړې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG