واشنګټن - د ملګرو ملتونو یوې ماهرې د شام په شمال ختیځ کې د لسهاوو زره ښځو او ماشومانو ډله ییزه قید ساتل، د نړېوالو قوانینو خلاف ورزي بللې او د مختلفو ملکونو په حکومتونو یې غږ کړی چې خپل شهریان دې د هغو حراستي مرکزونو نه وروغواړي، ځکه د هغې په وینا، دغه قید کسان هلته په غیرانساني او ظالمانه حالاتو کې ژوند تېروي.
د ترهګرۍ سره د مقابلې او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو نامه نګارې فیونوالا ني آولېن، شام هېواد ته د خپلې شپږ ورځېنۍ دورې نه پس د جمعې په ورځ د هغه ځای د حالاتو په اړه خپله زړه بوږنوونکې ارزونه خپره کړله.
فیونوالا په یو خبري کنفرنس کې وویل: "دا بالکل ناقابل قبول ده چې مونږ دې څلوېښت زره کسان په داسې یو حراستي مرکز کې ولرو چې په کې شپېته 60 فیصده قیدیان یې د دوولس کلونو نه کم عمره ماشومان دي، او مونږ ته هېڅ پته نشته چې دننه په هغه مرکز کې څه تېریږي. که صرف دا ووایو چې دا د نړېوال قانون سرغړونه ده، شاید د حالاتو کافي بیان مو نه وي کړي."
فیونوالا ني آلېن او د هغې سره ملګرې ډلې یې تېره هفته شام ته پخپل سفر کې په قمشلي، ګوېران، او الهول ضلعو او المالکیه ښار کې د جېلونو او حراستي مرکزونو لیدنه وکړه.
د شام په الهول کېمپ کې چې ډېر لوی دی، په لسهاوو زره ښځې او ماشومان ساتل کیږي، چې اکثره یې د داعش جنګیالیو ښځې، کونډې او ماشومان دي.
دا څو کاله کیږي چې امریکا د مختلفو ملکونو نه غواړي چې د دغو تندلارو د کورنیو غړي چې د متعلقه ملکونو شهریت لري، ځان ته ورغواړي، مګر حکومتونو خپل غوږونه کاڼه اچولي دي. یا په کېمپ کې مېشته کسان خپل شهریت نشي ثابتولی، او یا یې متعلقه ملک نه غواړي چې د داعش ملاتړې کورنۍ او یا د پخوانیو داعشیانو کورنۍ خپلو وطنونو ته ستانه کړي.
مګر د ملګرو ملتونو نامه نګارې ټینګار وکړ چې دا د ریاستونو فرض دی چې د شام په حراستي مرکزونو کې ساتل شوي خپل شهریان، بېرته خپلو ملکونو ته ستانه کړي.
د کېمپ چارواکي وایي چې د داعش ډلې ښځې په الهول کېمپ کې په تشدد سره واک چلوي او دا هلې ځلې کوي چې داعش ډله، د ماتې خوړلو نه کلونه پس هم فعاله وساتلی شي. د دې ترڅنګ، چارواکي وایي چې هغو ښځو په کېمپ کې اورونه بل کړي، ساتونکي یې ګواښلي، او کوښښ یې کړی چې ساتونکي اغوا کړي، او دا کوښښ یې هم کړی چې هلکان د هغه کېمپ نه وتښتي او د داعشیانو سره یوځای شي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال د پیل راهېسي په الهول کېمپ کې د سل نه زیات کسان وژلی شوي چې ګڼ شمېر ښځې هم په کې شاملې وې.
په الهول او الروج کېمپونو کې چې د کردي ملېشو لخوا ساتل کیږي او امریکا یې ملګرې ده، د اندازې ترمخه شاوخوا دوه پېنځوس زره (۵۲۰۰۰) کسان په حراست کې ساتل شوي دي. د ملګرو ملتونو نامه نګاره وایي چې د هغوی د ژوند ماحول او حالات ډېر ناوړه دي.
اېن بي سي خبري رسنۍ ویلي چې په دې باب یې شام کې د کردي ملېشو له چارواکو نه د ځواب غوښتنه کړې، مګر هغو څه ځواب نه دی ویلی.