په افغانستان کې د بارانونو له امله راغلو سېلابونو کې په تېرو درېو ورځو کې لږ تر لږه 31 کسان مړه شوي او د 41 پورې نور بې درکه شوي دي. د رپورټونو ترمخه ښیې بې درکه کسان د کورنو پرېوتو په پېښو کې د ملبې لاندې ګېر پاتې شوي وي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د قدرتي افتونو د وزارت ویاند شفيع الله رحيمي ويلي، د تېزو بارانونو له امله سېلابونه راغلي او نورې پېښې شوي 31 کسان پکې مړه شوي دي.
نوموړي پرون د اتوار په ورځ ویلي په بېلابيلو پېښو کې 74 کسان ژوبل شوي او 41 بې درکه دي او لټون یې روان دی.
د رحيمي په خبره سېلابونو پلازمينه کابل، مېدان وردګ او غزني صوبې ځپلي دي او زیاته کړې یې ده د مرګ ژوبلو زياتې پېښې د کابل په لويديځ او مېدان وردګو کې شوي دي.
هغه ويلي سېلابونو د 250 پورې څاروي هم وړي دي.
سېلابونو د مشکلاتو سره مخ افغانستان ستونزې نورې سېوا کړي دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر د اپرېل په میاشت کې ویلي وو، سويلي اسيايي ملکونه په درېم کال د وچکالۍ سره مخ دي. او د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته افغانستان پرله پسې په دويم کال هم اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاتې شوی، علتونه یې د لسيزو جګړې او قدرتي افتونه دي.
د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، سېلابونو کې د مېدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې 12 مړه شوي دي. مجاهد د 40 کسانو د بې درکه کېدو او د لټون ويلي دي.
طالب چارواکو ويلي، د سېلابونو له امله په لسګونو کورونه اغېزمن شوي او ځينې تباه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، سېلابونو په لسګونو مربع ميله د کرکيلې ځمکه هم تباه کړې ده او د کابل او بامیان ترمنځ سړک د سېلاب له امله بند شوی دی.
[خبر د اې پي په مننه]