لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آصف دراني د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو له خاص کوارډینېټر سره خبرې کړي


واشنګټن - د افغانستان دپاره د پاکستان خاص استازي آصف دراني پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي کوارډېنېټر فریدون سېنیرلي اوغلو سره کتلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو یې هم ورسره خبرې کړي دي.

آصف دراني خپل د دې ملاقات خبر، په ټوېټر لیکلی او د سېنیرلي اوغلو سره یې خبرې فایده مندې بللي دي.

ښاغلي دراني پخپل ټوېټر، بغیر د دې چې د خبرو د نتایجو او یا د پاکستان د دریځ یادونه وکړي، ویلي دي: "نن مې د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو له خاص کوارډېنیټر، سفیر فریدون اېچ. سینیرلي اوغلو سره فایده مندې خبرې وکړې. تر ډېره حده خبرې مو د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل، د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) پټنځایونه، د ښځو حقونه، د بنکي چارو محدودیتونه، کنګل شوې کاتې او بشري بحران په اړه وې."

د پاکستان دپاره د افغانستان یو پخوانی سفارتکار زردشت شمس وایي، پاکستان غواړي چې افغانستان ګوښه او د نړۍ نه علیحده پاته شي، او باور یې صرف پاکستان پورې تړلی پاته وي.

ښاغلي شمس د وي او اې سره په خبرو کې وویل: "پاکستان په عین وخت کې دا کوشش هم کوي چې طالبانو باندې خپل احسان/منت کیږدي چې ګني دا دی تاسو ته لابي کوو. خو اسلام آباد یقیني دی چې د طالبانو کړنو ته په کتلو سره، نړۍ دوی په رسمیت نه پېژني."

زردشت شمس، په لندن کې مېشت د افغانستان پخوانی سفارتکار
زردشت شمس، په لندن کې مېشت د افغانستان پخوانی سفارتکار

د دغه پخواني افغان سفارتکار وینا ده چې که د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان کم دی، او که داسې څه وشي هم، نو پاکستان به بیا په ګټه کې وي، ځکه "د دوی د خوښې د طالبانو حکومت به مضبوطه شي."

بل اړخ ته د افغانستان په جمهوري حکومت کې د قامي سلامتیا د کونسل پخوانی ترجمان رحمت الله اندړ په یو ټویټ کې په دې تنقید کړی چې ولې آصف درانی د افغانستان په نمایندګۍ د خارجي سفارتکارانو سره خبرې کوي. ښاغلي اندړ ویلي چې د افغانستان اصلي وزیران ګواکې طالب مشران نه بلکې نور کسان دي.

آصف درانی په داسې حال کې د نړېوالو سفارتکارانو سره د افغانستان په باب خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تور ولګولو چې ګني د پاکستان حکومت غواړي نړۍ ته دوی (د طالبانو حکومت) بې وعدې وښایي. هغه د پاکستان له لوري افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون تورونه رد کړل.

العربیه ټلویزیون سره پخپله یوه تازه مرکه کې ملا یعقوب مجاهد ویلي د طالبانو حکومت هیچا ته اجازه نۀ ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس خبرو ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه په نړۍ کې هېڅ کوم ملک یا عالمي ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګري ملتونه او امریکا وایي پر افغانستان واکمن طالبان چې تر څو پورې پر ښځو لګولي بندیزونه لېرې نه کړي او د هغوی د کار او تعلیم حقونه پر ځای نه کړي، دا به د دوی په رسمیت‌ پېژندلو کې خنډ وي او امکان نه لري چې طالبان دې په نړیواله کچه قانوني حکومت ومنل شي.

همدا راز په امریکا کې د اېوان نمایندګان د خارجي چارو د کميټې مشر مایکل مک کال پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکې خارجه وزیر ته په یو لېږلی شوي خط کې وویل چې امریکایي چارواکي دي د طالبانو سره د ملاقات دپاره افغانستان ته سفرونه نه کوي، ځکه د ده په وینا، دا به د طالبانو رژیم ته یو ډول قانوني حیثیت ورکول وي.

هغه دا هم ویلي چې د طالبانو سره د امریکا د تعامل باوجود هم، طالبان پس د هغه چې بیا ځلي په افغانستان واکمن شوي دي، رویه یې بدتره شوې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG