لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اوکراین ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته استوي


واشنګټن – پنټګان د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، امریکا اوکراین ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته استوي چې د هوايي‌ دفاع توغندي، واړه ډرونونه او زرې موټرې به پکې شاملې وې.

دغه وسلې د ولسمشر د هغه واک له مخې ورکول کېږي چې په چټکۍ سره د امریکا له زېرمو انتقالېږي او کله کله دغه وسلې له تصویب کېدو وروسته په ورځو کې رسېږي.

د مرستو دغه اعلان په داسې وخت کې کېږي چې اوکرایني ځواکونه د یرغلګرو روسي ځواکونو پرضد په ارامه ځوابي عملیات پرمخ وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، ددغو مرستو هدف "د جګړې په ډګر باندې د بهادرو اوکرایني ځواکونو ځواکمن کول" او "له هغوی سره د خپلې خاورې په بېرته نیولو کې د مرستې کول دي."

بلېنکن په یو بیان کې ویلي، "د اوکراین خلکو په بهادرۍ سره د روس د یرغل په وړاندې دفاع کولو ته دوام ورکړی او روس خپلو بې باکه او ظالمانه بریدونو ته دوام ورکړی په کومو کې چې د اوکراین ملکي وګړي وژل کېږي او بنسټیزې اډانې یې ویجاړېږي."

په دغې نوې مرسته کې د پټریاټ هوايي‌ دفاعي سیستم لپاره له میزایلو نیولې، تر الوتکو ضد سټینګر، حمارس او نور ډول ډول وسلې شاملې دي.

له هغې چې روس په اوکراین باندې د ۲۰۲۲ کال په فیبرورۍ کې برید کړی، روس له اوکراین سره د ۴۳ بیلینه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي.

په ورته وخت کې اوکراین ویلي، چې د هوايي دفاع په سیستم یې د شهید په نامه د ایران ساخت هغه ډرونونه له منځه وړي کوم چې روس د شپې لخوا کیېف ته لېږلې وې.

دا په روانه میاشت کې په پلازمېنې باندې د ډرونونو شپږم برید دی.

د کیېف د پوځ سیمیزې ادراې مشر سرهي پاپکو ویلي، چې د ډرون په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویل شوي.

د روس د دفاع وزارت ویلي، د روس د ګزمې یوې کښتۍ د اوکراین دوه سمندري ډرونونه ویجاړ کړي هغو چې د نهې یا سې شنبې وختي په تورې بحیره کې برید کړی وو.

بل پلو اوکرایني چارواکو ویلي، ‌چې روس د ګل یا دوشنبې ناوخته د ډونیڅک په ختیځ کې د خوشيي یا کلسټر بمونو برید کړی.

همدارنګه د روس وکیلانو د نهې یا سې شنبې په ورځ د اجباري عسکرۍ لپاره لوړ عمر له ۲۷ څخه ۳۰ کالو ته لوړ کړ دی او داسې ښکاری چې دا اقدام په اوکراین کې د روس جګړې ته د سرتېرو د ګمارلو لپاره شوی.

دغه اقدام د نهې په ورځ ژر د استازو د جرګې لخوا تصویب شوی او د مشرانو جرګې لخوا تر تصویب کېدو وروسته پرې ولسمشر ویلادیمیر پوتین لاسلیک کوي چې په قانون بدل شي.

د یو بل خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې د دوی کسانو د اوکراین د ژپوریژیا د اټومي کارخونې څنګ ته د انسانانو ضد ماینونه موندلي.

یادې ادارې په یو بیان کې ویلي، چې دغه ماینونه د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اټومي کارخونې په بهرنۍ برخه کې موندل شوي.

روس په اوکراین باندې د یرغل په لومړیو کې ددغه ځای کنټرول درلود.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG