امريکا د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او ثقافت په تنظيم يونېسکو کې بيا ورشامله شوه. لومړۍ مېرمن جېل باېډن د نهې په ورځ په پېرس کې د يونېسکو په دفتر کې د دغې مهمې فېصلې اعلان وکړ،
"دا زما د پاره د وياړ خبره ده چې ستاسو سره نن په دې دستوره کې ګډون کوم چې پکې به د امريکې جنډه اوچتولی شي، کومه چې په نړۍ کې د امن او ملګرتيا علامت ګڼل کېږي، امريکا په يونيسکو کې د غړي په هېڅ په ورګدېدلو فخر کوي. مېډم ډاېرکټر جنرل، تاسو په دې کې ډېر کار کړی چې مونږ مو د دې په اهميت پوه کړو"
امريکا د يونېسکو نه د اسرايل په ضد د تعصب د تورونو په سر وتلې وه، کله چې دغې تنظيم فلسطين ته استازيتوب ورکړ.
ملګرو ملتونو فلسطين تر اوسه د يو رياست په هېڅ نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو د تعليم ، ساینس او کلچر تنظيم يا يونېسکو د بېت الاهم په شمول په ګرده نړۍ کې ۱۱۵۷ دفترونه لري چې د نړيوال ثقافت لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.
په امريکا کې د يهودانو کمېټۍ په يونېسکو کې د امريکا د شامېلدلو د فېصلې ملاتړ کړی هر څه که يونېسکو تراوسه د يهودانو رياست او ثقافت نه دی منلی.
جېسن آېزکسن د امريکن جيوش کميټي غړی دی، چې د دغې فېصلې هرکلی يې وکړ،
"يونېسکو يوه مهمه اېجنسي ده، خو بيا هم په هر څه پوره نه ده، او نه د ملګرو ملتونو نورې ادارې پوره دي، خو د ا ډېر مهم کار کوي، او دا په نړۍ کې د يو نرم قوت سرچينه ده، چې پکې به د امريکې مخالفين ناست وو او په ټوله نړۍ کې به يې د تعليم ثقافت او ساینس د پاره پروګرامونه تابياکول، خو امريکا به پکې نه وه،"
د يونېسکو په تاريخي ورثه کې د يونان شاهي قلعې يا اېکرو پولېس، په شمالي اېتوپيا کې د لاليبېلا پخوانۍ ګرجې او ديوارچين شامل دي.
د اوکراین تاريخي بندرګاه اوډيسا سږ کال د يونېسکو په تاريخي ورثه کې شامله شوې ده، چې روانه مياشت يې په لوړو مينارونو روس بمباري کړې.
د اوکراین صدر ولاديمير ذېلنسکي وايي روس په دغه تاريخي ورثه بمباري کړې
"په دې شپه يواځې په اوډيسا کې ۵۰ ودانيو ته زيان رسېدلی، چې پکې ۲۵ تاريخي ودانۍ وې، دا د تاريخي ودانیو مرکز دی چې سږ کال يونېسکو په خپل تحفظ کې اخيستی"
هر څه که د تاريخي ودانيو ساتنه يوه درنه ذمه واري ده خو د دغې تنظيم ډاېرکټره آډری آزولی وايي، د امريکا په شامېلدلو سره به دغه بوج سپک شي.
"د تقسيم او دشمنۍ په دې ورځو کې چې انسانيت پکې د ورکېدلو له خطر سره مخ دی، مونږه نن يوځل بيا د يوځای کېدلو ژمنه کوو، د امريکې د ستور ډکه جنډه به ډېر زر د پېرس د پاسه وزليږي"
د نهې په ورځ يو ځل بيا د امريکې جنډه په پېرس کې چې ورته د رڼاګانو ښار ويلی کېږي د يونېسکو په هېډکوارټر کې اوچته شوه.