لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالانو د طالبانو لخوا په راجستر کېدو باندې اندېښنې څرګندې کړي


واشنګټن – افغان خبریالانو د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت د هغې غوښتنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې وايي، خبریالان دې له دوی سره ځانونه راجستر او کاردونه واخلي چې د هغوی پېژندګلو او د کار کولو اداره پکې ښکاري.

په افغانستان کې د دوو ازادو خبري رسنیو استازو امریکا غږ ته ویلي، د طالبانو د رسنیو د څار د ادارې لخوا د راجستر کولو په اړه دوی ته څه نه دي‌ ویل شوي او له دې کار څخه یې د طالبانو د پټو موخو په اړه اندېښنه وښودله.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ وايي، "مونږ نه پوهېږو چې طالبان ولې داسې کوي او له دې څخه یې ریښتیني اهداف څه دي؟"

د افغان خبریالانو د مرکز ویاندې سومایا ولیزاده وايي، "مونږ باور لرو چې د رسنیو د ادارو لخوا د پېژندنې کاردونه بسنه کوي او دې اړتیا نه شته چې د طالبانو اضافي کاردونه هم ولري."

د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارو په څېر د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي یا کمیټي ټو پروټېکټ جارنالیسټس ویلي، د طالبانو له دې کار څخه په رسنیو باندې د هغوی لخوا لا نور کنټرول ښکاري.

د سي پي جې د اسیا د پروګرام مشرې بي لي یې (Beh Lih Yi) امریکا غږ ته ویلي،

"د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور وزارت کوښښ کوي د راجستر کولو دا بهیر داسې څرګند کړي چې ګواکې د خبریالانو ساتنه کوي."

هغه وايي، "خو دا نوی اقدام دی چې د خبریالانو څارنه او کنټرول زیات کړي او په افغانستان کې د هرې ازادې او خپلواکې رسنۍ راپور ورکول محدود کړي."

د طالبانو په اداره کې د رسنیو د څار د ادارې مشر عبدالواحد ریان امریکا غږ ته ویلي، "مونږ دغه بهیر په کابل کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پیل کړ او ولایتي چارواکو ته مو خبر ورکړ چې همداسې وکړي."

طالبانو په ښځینه خبریالانو او د رسنیو په کارکونکو باندې د جندر پر بنسټ بندیزونه لګولي خو ریان وايي، چې ښځینه خبریالانې به هم راجستر کېږي او د پېژندلو دغه کاردونه به ورته ورکول کېږي.

ریان وايي، "تر اوسه هېڅ ښځینه خبریاله نه ده راجستر شوې." خو هغه وايي، "که دوی راشي نو مونږ به یې راجستر کړو او ورته به آی ډي کاردونه ورکړو."

دی وايي، خبریالانو ته وېشل کېدونکي کاردونه به یو بار کوډ ولري چې د طالبانو د رسنیو د څار له ادارې سره به تړلی وي او د خبریال انځور، نومونه، د کار ځای او د اړیکې معلومات به پکې وي.

په دغو وړیا کاردونو کې به د خبریالانو لپاره یوه بېړنۍ شمېره هم وي چې د کار پر مهال د امنیتي ګواښونو او ستونزو د شریکولو لپاره به یې کاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG