لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوېټ پنځه بندیان په دار کړي چې یو پکې په جومات باندې د ۲۰۱۵ کال په برید کې لاس درلود


په کوېټ کې په جومات باندې د ۲۰۱۵ په برید کې د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې په لسګونو زرو خلکو ګډون کړی وو.
په کوېټ کې په جومات باندې د ۲۰۱۵ په برید کې د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې په لسګونو زرو خلکو ګډون کړی وو.

واشنګټن – کوېټ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی پنځه بندیان په دار ځړولي چې یو پکې په ۲۰۱۵ کال کې د شیعه ګانو د جومات په چاودنه کې لاس درلود چې ۲۷ کسان پکې مړه شوي وو او داعش یې پړه منلې وه.

د کوېټ چارواکو په یو بیان کې ویلي، دغه بندیان په مرکزي زندان کې په دار ځړول شوي.

څارنوالانو ویلي، په دغو پنځو بندیانو کې یو په جومات برید کونکی، درې قاتلین او یو د نشي توکو قاچاق کونکی و.

خبر زیاتوي، یو له قاتلینو څخه د مصر، بل د کوېټ او د نشي توکو قاچاقچي پکې د سرېلانکا و.

په بیان کې په جومات باندې د برید کونکي کس هېواد نه دی ښودل شوی خو دومره ویل شوي چې دی او یو بل قاتل په غیر قانوني توګه په کوېټ کې اوسېدل.

د ۲۰۱۵ کال بمي چاودنه په کوېټ کې د شیعه ګانو تر ټولو زوړ جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت شوی وه.

داعش چې هغه مهال یې د سوریې او عراق زیاتې سیمې تر کنټرول لاندې وې د برید پړه منلې وه.

دغه سوني توندلارې ډله شېګان مرتد بولي او مرګ یې روا ګڼي.

دا له دوو لسیزو څخه په زیات وخت کې له تېلو څخه په دغه غني هېواد لومړنی ترهګریز برید و.

دغه برید په کوېټ کې د سوني او شیعه ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي د جوړېدو لپاره شوی و خو پایلې یې برعکس شوې ځکه له دې سره په دغه هېواد کې د ملي‌ یوالي داسې روحیه پیاوړې شوه چې په کوېټ باندې په ۱۹۹۰ کال کې د صدام حسین له برید راهیسې ساری نه لري.

د داعش په وړاندې د ګڼو عملیاتو له ترسره کېدو سره اوس دغه ډله د پخوا په څېر واک نه لري خو بیا هم په سوریې او عراق کې خال خال بریدونه کوي.

همدارنګه د داعش ملاتړي په ګڼو اسیايي‌ او افریقايي هېوادونو کې هم زیات شوي.

په کوېټ کې په دار کول په نسبي توګه کم دي. د تېر کال په نومبر کې پکې اوه بندیان په دار ځړول شوي وو.

تر هغې مخکې په ۲۰۱۷ کال کې یو کس د اوو بندیانو د وژلو له امله په دار شوی و چې یو تن پکې د واکمنې کورنۍ غړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG