لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا او بلوچستان: بارانونو او سېلابونو کې اته تنه مړه شوي، د 30 جولايۍ پورې د نورو بارانونو امکان


د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په تېرو 24 ساعتونو کې نور اته تنه د باران له امله په پېښو کې مړه شوي دي. د موسمياتو محکمې نن د شپې څخه د 30مې جولايۍ پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] نن په خپرو کړو شمېرو کې ويلي، په تېرو 24 ساعتونو کې د بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې په ټول ملک کې نور 11 کسان مړه شوي دي او پينځه ژوبل شوي دي.

د ادارې ترمخه د خېبرپښتونخوا په ابېټ اباد او مانسهره ضلعو کې د غرونو ښوېدو په پېښو کې د درېو ماشومانو په ګډون پينځه تنه مړه شوي دي او د بلوچستان په کېچ، خضدار او جهل مګسي کې درې تنه د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د مړينو يوه پېښه د سيند صوبې په تهرپارکر او دوه د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه د 25م جون راهسې په ملک کې د بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې د مړينو ټوله شمېره 168 ته رسېدلې ده، په مړه شوو کې 69 ماشومان او 68 ښځې دي.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې ويلي په تېرو پينځه ورځو کې په صوبه کې د تېزو بارانونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې 15 کسان مړه شوي او 14 ژوبل شوي وو. او سېلابونو او بارانونو له امله 83 کورونه اغېزمن شوي او 12 په بشپړ ډول تباه شوي وو.

او بلوچستان صوبه کې په وروستيو بارانونو کې د شپږو کسانو د مړينې خبر ورکړی شوی وو.

د موسم حال

پاکستان کې د موسمياتو محکمې نن د شپې څخه د 30مې جولايۍ پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د موسمياتو محکمې نن د شپې څخه په چترال، دير، سوات، شانګله، بونېر، مانسهره، کوهستان، اېبټ اباد، هري پور، پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کورمه، لکي مروت، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، بنو، کرک او وزیرستان کې د تېزو هواګانو او په دمې دمې سره او ځای په ځای د تېزو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

هم د نن شپې څخه د سبا پورې د بلوچستان او پنجاب په پوله پرتو سيمو کې د تېز باران ویل شوي دي.

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله د 29م جولايۍ پورې د خېبرپښتونخوا په دير، سوات، کوهستان، شانګله، بونير، مانسهره او اېبټ اباد کې د خوړونو راتلو ويلي دي.

او د دې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په غرييزو سيمو کې د غرونو ښوېدو خطره هم څرګنده کړی شوې ده.

د سبا 28مې جولايۍ پورې د بلوچستان او پنجاب په ډېره غازي خان سيمو کې په غريیزو علاقو کې د باراني خوړونو راوتلو ويل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG