لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسانو د اوکراین په اودیسا سیمې توغندیز برید کړي


واشنګټن – د اوکراین یو چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، روسي ځواکونو د اوکراین په جنوبي سیمې اودیسا کې د شپې لخوا توغندیز برید کړی چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی.

د سیمې والي اولې کېپر ویلي، په برید کې یوه وړه امنیتي ودانۍ، ځینې وسایل او دوه موټرې ویجاړې شوې دي.

کېپر وویل، دغه برید په توره بحیره کې له سمندري کښتۍ څخه د میزایلو په ویشتلو ترسره شوی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، دوی په اودیسا باندې له دوو ویشتل شویو میزایلو څخه یو شنډ کړی او په ورته وخت کې یې هغه اته ډرونونه هم غورځولي چې روسانو د شپې لخوا برید ته استولي وو.

د اوکراین ولسمشر په ډېنېپرو سیمه کې له پوځي قومندانانون سره د لیدنې په حال کې.
د اوکراین ولسمشر په ډېنېپرو سیمه کې له پوځي قومندانانون سره د لیدنې په حال کې.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په ټولنیزې رسنۍ ویلي، چې هغه د اوکراین په جنوب ختیځ کې د ډېنېپرو له سیمې څخه لیدنه کړې چې د هوايي دفاع د ځواکمنتیا او اکمالاتو په اړه له پوځي قومندانانو سره خبرې وکړي.

د ملګروملتونو غونډه:

د روسانو په بمبارونو کې د اوکراین په ګڼ شمېر کلتوري ځایونه ویجاړ او د غلو دانو د لېږلو چارې ټکنۍ شوي.

په دې اړه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې په پرلپسې توکه خبرې شوي.

د یونیسکو د راپور له مخې، په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال په فیبروۍ کې د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین لږ تر لږه ۲۷۴ کلتوري ځایونه ویجاړ شوي چې ۱۱۷ پکې مذهبي ځایونه وو.

په ملګروملتونو کې د تمدونونو د اتحاد (U.N. Alliance of Civilizations) د څانګې مشرې نېهال سعد امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې وویل، "مذهبي ځایونه باید د عبادت ځای وي نه د جګړې ځای."

خو په ملګروملتونو کې د روس د دایمي استازي مرستیال دیمیټري پولینسکي وویل، د زېلینسکي حکومت په اوکراین کې د ارتوډاکس د ویجاړولو کمپاین پرمخ وړي.

هغه په اودیسا کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ په یو Transfiguration Cathedral باندې چې د یونیسکو د کلتوري ځایونو څخه دی د روسانو د توغندیو برید و نه غنده او وویل، چې دا د اوکراین غلطي وه.

پولینسکي د امنیت شورا ته وویل، "که د روسانو میزایل په کتیدرل لګېدلی وای لکه څنګه چې یې زېلینسکي ادعا کوي نو له کتیدرل څخه به هېڅ هم نه و پاتې."

هغه زیاته کړه، "هغه زیانمنه شوې خو په بشپړه توګه ویجاړه شوې نه ده."

بل پلو د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش ویلي، دی په دوامداره توګه کوښښ کوي چې له اوکراین څخه د غلو صادرولو د تړون بېرته پرځای کولو ته لاره ومومي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوشېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG