لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جولائی میاشت کې په نړۍ کې د ګرمۍ ریکارډونه مات شول


(روئټرز) - د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرش وایي چې سږکال د جولائی میاشت، د ګرمۍ پخواني ریکارډونه مات کړل. ساینسدانانو هم خبر ورکړی چې دا میاشت به په نړۍ کې تر ټولو د ګرمې میاشتې ریکارډ جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د موسمیاتو نړېوال تنظیم (ډبلیو اېم او) او د یورپي اتحاد متعلق د کوپرنیکوس کلایمټ چېنج سروسز ادارې هم په یو مشترک بیان کې ویلي، "ډېر زیات ممکن دی" چې د ۲۰۲۳ کال د جولائی میاشت د ګرمۍ ریکارډ مات کړي.

ګوټېرش د زیارت/پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل: "ضروري نه ده چې د میاشتې تر آخره صبر وکړو چې په دې پوهه شو...موسمي بدلون رارسېدلی دی. دا یروونکی دی. او دا یې پیل دی. د نړېوالې اېشېدنې دوران رارسېدلی دی."

د جولائي د میاشتې د ګرمۍ اثرات په ټوله نړۍ کې لیدلی شوي دي. په زرهاوو سېلګران د یونان د روډس جزیرې ځنګلي اورونو تېښتې ته مجبوره کړي دي. د امریکا په جنوب لویدیځو علاقو کې هم ګڼ شمېر خلک د سختې سوځوونکې ګرمۍ نه کړېدلي دي. د چین په یوه شمالغربي علاقه کې د تودوخي درجه 52.2 سنټيګرېډ ته رسېدلې چې د چین په کچه یې ریکارډ جوړ کړلو.

که څه هم د موسمیاتو نړېوالې ادارې د جولائی میاشت ګرمي په ریکارډ کچه نده اعلانه کړې ځکه ډېټا یې په اګسټ میاشت کې حتمي ګرځوي، خو د جرمني لېپزیګ پوهنتون یوه څېړنه چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ خوره شوله، په کې ویلی شوي چې د 2023 کال جولائی میاشت، ریکارډ مات کړی دی.

تر دې وړاندې د ټولې ګرمې میاشتې ریکارډ د 2019 کال جولائی میاشت وه چې په 174 کلونو کې دومره ګرمي کله هم نه وه لیدلې شوې. خو سږکال د 2019 کال ریکارډ هم مات شوی دی.

د امریکې په پنسلوېنیا ریاست کې د موسمیاتو یو ساینسدان مایکل من وایي چې د جولائی دغې میاشتې مونږ ته دا وښوده چې "تر هغو به د ځمکې د موسم ګرمي اضافه کیږي چې مونږ د فوسیل سون توکو سوځولو ته دوام ورکړو."

په عادي توګه د جولائی میاشتې د ګرمۍ درجه په ټوله نړۍ کې په اوسط یا منځنۍ کچه 16 سنټیګرېډ بلل شوې، هغه هم په داسې وخت کې چې د ځمکې جنوبي برخي ملکونو کې دا میاشت د ژمي موسم وي. خو سږکال د جولائی میاشت کې دا حد اوسط 17 درجو ته لوړ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG