لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د هغو ترهګرو سره مذاکرات نه کوي چې لاسونه یې د پاکستانیانو په وینو سره دي


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ویلي چې دپاکستان له لوري نه خو په پاکستان کې په ترهګرۍ بوختو وسله والو سره خبرې اترې روانې دي اؤ نه به ورسره وشي.

د زیارت په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د بریفنګ ورکولو په مهال اؤ برتانوي خبري اژانس سره مرکه کې خارجه ویاندې ممتاز زهره بلوځ په میډیا کې مخې ته راغلي هغه خبرونه په سخته رد کړي دي چې ګنې کابل ته دپاکستان دځانګړي استازي اصف دراني وروستی سفر ټي ټي پي سره دمذاکراتو په لړ کې ؤ.

هغې ویلي چې څوک دپاکستان ایین نه مني هغوي سره به هیڅ خبرې نه کیږي اؤ څوک چې دمذاکراتو خبره کوي هغوي ته دپاکستان دریځ رسول شوی دی.

افغانستان لپاره دپاکستان ځانګړي استازي ښاغلي اصف دراني تېره اوونۍ دیو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دکابل درې ورځنی سفر وروسته له هغې کړی ؤ چې پاکستان کې په پوځ اؤ پولیسو خونړي بریدونه وشول اؤ پاکستاني طالبانو یې ذمه وارۍ پغاړه واخستې.

مطبوعاتي رپورټونه وایي کابل کې اصف دراني سره دلیدنو په مهال طالب چارواکو پاکستان ته مشوره ورکړې ده چې ټي ټي پي سره باید خپلې معاملې دخبرو دلارې هواري کړي.

دپاکستان دخارجه دفتر ویاندې ویلي ټي ټي پي سره دمذاکراتو مشورې ورکوونکو ته مو دا مشوره ده چې چې دکومو ډلو لاسونو دپاکستان ولس اؤ امنیتي ځواکونو په وینو سره دي هغوي سره مذاکرات څنګه کیدای شي؟

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دملګرو ملتونو دامنیت شورا په یو تازه رپورټ کې پخلی شوی چې دکله نه په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي نو دپاکستاني طالبانو تحریک (ټي پي پي ) هم ډاډ موندلی اؤ په پاکستان کې یې خپل بریدونه پراخه کړي دي.

تېره اوونۍ دپاکستان کې دپاکستان په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ بریدونو کې دګڼ شمیر پاکستاني عسکرو له وژل کیدو وروسته دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف تور لګولی ؤ چې ترهګرې ډلې افغانستان کې خوندي ځالې لري او افغانستان نه د دوست ګاوندي هیواد حق ادا کوي او نه د دوحې تړون ته غاړه ږدي.

خو دافغانستان ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد بیا العربیه ټیلي ویژن سره مرکه کې دپاکستان تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې ترهګرې ډلې افغانستان کې نه شته خو پاکستان دا تورونه ځکه لکوي ترڅو افغانستان نړۍ ته بې اعتباره وښایي.
دطالبانو حکومت تېر کال دپاکستان اؤ ټي ټي پي‌ ترمنځ دسولې په ترسره شوؤ خبرو کې د ثالث رول لوبولی ؤ خو دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ بي بي سي ته وویل چې د دوي دحکومت ثالثي په دې معنا نه وه چې ګنې ټي ټي پي په افغانستان کې شتون لري.
هغه ویلي وؤ دوي دواړه خواوې افغانستان ته دخبرو لپاره بللې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG