په پنجاب کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د داعش،ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو 10 وسله وال یې نیولي اؤ دهغوي نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.
د سي ټي ډي ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دپنجاب بیلابیلو سیمو کې 132 خفیه اپریشنونه یا عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې دمختلفو ترهګرو ډلو سره تړاو لرونکي 10 ترهګر نیولي دي.
ویاند دعوه کړې ده چې لاهو، ملتان اؤ ډیره غازي خان کې دعملیاتو په مهال کوم ترهګر نیول شوي هغوي په مزارونو اؤ جوماتونو د بریدونو پلان جوړولو خو په دغه اړوند یې نور معلومات مخې ته نه دي راوړي.
همدا شان دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل بیان کې ویلي چې د اټک سیمې نه یې د ټي ټي پي دوه کمانډران نیولي دي چې هغوي غوښتل د چین په وګړو بریدونه وکړي.
پولیسو پخپل بیان کې ویلي چې دنیول شوؤ ترهګرو نه یې چاودیدونکي مواد، وسلې اؤ دمهمو ودانیو نقشې هم ترلاسه کړي دي.
دنیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو د عذیر، عادل، رمضان، عبدالرحمان، عثمان، اصف، معاویه،اسامه، رحمان او حضرت شیان په نومونو سره شوې ده .
پولیسو ویلي د ترهګرو پرضد یې عملیات دپنجاب په لاهور،اټک،سرګودها ،ګوجرانوله ، ملتان اؤ ډيره غازي خان سیمو کې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤڅېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د تېر وخت په پرتله ترهګرې ډلې نورې مهم منظم شوې اؤ فعاله شوې دي.
خو ددې ترڅنګ امنیتي ادارې هم وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو پرضد یې د استخباراتي عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې دمهمو ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر وسله وال ترهګر نیول شوي هم دي.
روانه میاشت په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږو مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.
د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.