لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رینا امیري: د قزاقستان غونډې ګډونوالو افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړیدو ملاتړ کړی


Astana West Amiri
Astana West Amiri

د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د خارجه وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د قزاقستان سرښار استانه کې د مرکزي اسیا پینځه هیوادونو او امریکايي چارواکو تر منځ شوې غونډه کې ګډون والو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو ملاتړ کړی.

مېرمن امیري نن د جمعې په ورځ (جولايي ۲۸مه) په خپل یو ټوېټ کې لیکلي چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت، د ښځو د حقونو، اقتصادي ثبات، او امنیت د سولې لپاره مهم بللي دي.

مېرمن امیري لیکلي: "ډیر په دې موافق و، چې ټولشموله حکومت او د ښځو حقونه د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې د ټینګیدو لپاره اړین دي. ځانګړو استازو د اسلام په دین کې په بشپړ ډول د ښځو حقونو د خوندیتوب باندې ټینګار وکړ او په خپلو هیوادونو کې یې په پرمختګ کې د ښځو رول خورا زیات مهم وګڼه".

د قزاقستان سرښار استانه په دغه غونډه کې د امریکا ځانګړي استازي تهامس وېسټ او مېرمن رینا امیري تر څنګ قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، او ازبکستان چارواکو ګډون کړی. د یادې غونډې په اړه د امریکا ځانګړي استازي تهامس وېسټ په خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه ناسته کې ګډون والو د افغانانو د ګډ ملاتړ په سر خبرې کړي.

نوموړي لیکلي: "زه د بشري حقونو،‌ امنیت، اقتصاد او بشري اړتیاو په ګډون په نورو مهمو مسلو د دوي په خبرو د ټولو مننه کوم.٬٬

د امریکا دغه دواړه لوړپوړي چارواکي به د استانې د غونډې وروسته د طالبانو د حکومت د یو پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د قطر سفر کوي. دوه ورځې وړاندې د امریکا د خارجه چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې یاد امریکايي چارواکي به د جولايي ۲۴مې نه تر ۳۱مې پورې قطر او قزاقستان ته سفر کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دې میاشتې په وروستیو کې به د وزارت مشر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره د دوحې سفر کوي. د خبر پاڼې تر مخه په دغه خبرو کې به د بندیزونو او تور لسټونو ختمول، د افغانستان د تړل شوو پانګو ازادول او د افغانستان د هوايي حریم په سر بحثونه کیږي.

د امریکا یو شمېر چارواکو وړاندې هم د طالبانو د مشرانو سره لیده کاته کړي خو دا به لومړی خل وي چې یو امریکايي پلاوی به د طالبانو د حکومت چارواکو تر څنګ د ځینو وزارتونو د ټکنوکرېټانو سره هم خبرې کوي. د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ دا لیده کاته په داسې حال کیږي، چې په افغانستان د طالبانو بیا واک ته د رسیدو دوه کاله پوره کیدونکي دي.

یادونه: دا خبر د وي او ای اشنا د وېب پاڼې اخستل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG