لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وايي د روس جنګي هلو ځلو ته د چين ملاتړ بنيادي دی


واشنګټن- د امريکا د ملي استخباراتو د ډايريکټر دفتر د زيارت په ورځ يو خفيه رپورټ رابرسېره کړی چې پکې ويل شوي روس ته د اوکراين خلاف جنګ روان ساتلو ته د چين ملاتړ مهم دی.

کانګرس د رپورټ په ډاکه کولو خواست کړی و چې پکې دا جاج اخستل شوی څنګه د چين حکومت، د چين کميونسټ ګوند، رياستي کمپنيانو او نورو چينايي شرکتونو د روس د اقتصاد او پوځ په تېر اتلس مياشتې جنګ کې مرستې کړي کوم جنګ چې کرېملېن په اوکراين ورتپلی.

په رپورټ کې ويل شوي “بيجينګ د بيلا بيلو لارو د روس اقتصادي مرستې کوي چې د غربي نړۍ لخوا په روس د لګېدلو بندېزونو او سادراتو د کنټرول اثر کم کړي”.

د رپورټ تر مخه “پيپلز ريپبلک اف چاينه (پي ار سي) د روس د توانۍ اخستل زيات کړي چې پکې تېل او ګيس شامل دي. دا به يورپ ته تلل. چين په لويه کچه د خپلې کرنسۍ يوان استعمال زيات کړی، د روس سره يې مالي ورکړه راکړه سېوا شوي او روسي شرکتونو ته يې اجازت ورکړی چې د غربي هېوادونو د بندېزونو پرته خپل مالي ورکړه راکړه وکړي”.

رپورټ وايي چين په اوکراين د ناروا يرغل په مرسته روس ته نېغ په نېغه داسې ټېکنالوجي ورکوي چې هم د سېويلين او هم د پوځي مقصدونو د پاره استعماليدلی شي.

ياد رپوټ د ايوان د استخباتو د مستقل کميټۍ لخوا خور کړل شوی. د کميټۍ تر ټولو زوړ ډيموکريټ غړی جېم هايمز وايي “دا اخستل شوی جاج چې تېر کال يې د استخباراتو د اختيار قانون اجازت ورکړی هغه تفصيل ورکوي چې څنګه چين د روس ولسمشر ولاډيمير پوټين ته په روان يرغل کې مرسته ورکوي”.

هغه وويل “د اوکرين خلاف د چين لخوا روس ته په جنګ کې مرستې څه په وړه کچه نه دي. دا هم نېغ په نېغه او هم د نورو لارو روانې دي. زه هيله کوم چې رپوټ بيجينګ ته په ډاکه وايي امريکا او نړۍ به دې نه ځان خبر ساتي که چين د پوټين د ناجايزه يرغل نورې مرستې کوي”.

د کميټۍ ريپبلکن چيرمين مايک ټرنر لا د دې رپوټ په حواله بيان نه دی ورکړی.

د چين د خارجه چارو د وزارت وياندې ماو نينګ په رپوټ د تبصرې په وخت ويلي هېواد يې هيڅ قسمه غير معمولي تجارت د روس سره نه کوي او په ماسکو يې د غربي نړۍ لخوا د لګېدلي بندېزونو مخالفت وکړو.

هغې وويل “چين د روس او نورو هېوادونو سره په عادي توګه په تجارت کې مرستې کوي چې په برابرۍ او دوه اړخيزه ګټو اډانه دي. مونږ د دې يو اړخيزه بندېزونو او لاس غځولو مخالفت کوو چې په نړيوال قانون کې او د امنيت د شورا لخوا يې څه بنياد نشته. د چين او روس د يو بل سره مرستې کومه دريمه ډله نه په نخښه کوي او دا پکار ده چې د دريمې ډلې لخوا نه ګډې وډې نه شي او نه پرې زور راوړل شي”.

د چين او روس تعلقات په تېرو څو کلنو کې ډېر ژور شوي او په اوکرين د روس د يرغل نه وړاندې ولسمشر شي جېنپېنګ او ولسمشر پوټين اعلان کړی و چې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو څه حدونه نشته.

د يرغل په ترڅ کې د امريکا په مشرۍ د قامونو متحده فرنټ د روس خلاف د غير معمولي بندېزونو جال خور کړی چې له کبله يې د روس او غټو غربي هېوادونو ترمنځ د تجارت ورکړه راکړه متاثر شوي.

رپوټ وايي د روسي يرغل نه وروستو د تجارت دغه تشه تر ډېره حده چين ډکه کړې. په کال 2022 کې د يادو هېوادونو په دوه اړخيز تجارت کې زياتوالی راغلی چې روس ته د چين نه د راغوښتل شوو مالونو کچه 14% سېوا شوې او چين ته د لېږلو مالونو کچه 43% ته رسېدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG