لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ له ځان سره په غیرقانوني توګه د خفیه معلوماتو په ساتلو او د ګډوډۍ په هلو ځلو تورن شوی


واشنګټن – د امریکا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ او د ده د مار-اه-لاګو کنټري کلب یو کارکونکی دا وخت د دریو نویو جرمي هلوځلو سره مخ شوی دي.

ډانلډ ټرمپ له ځان سره په غیرقانوني توګه د خفیه معلوماتو په ساتلو او د ګډوډۍ په هلو ځلو تورن شوی.

همدارنګه په ټرمپ دا تور لګول شوی چې هغه په ایران د امریکې د حملې تفصيل له ځان سره ساتلي و او دوه تورونه پرې د شواهدو د بدلولو، ضایع کولو، ګډوډولو یا د دې د پټولو په برخو لګول شوي دي.

همدارنګه ټرمپ د صدارت له ختمیدلو وروسته د خفیه معلومات په غیرقانوني توګه له ځان سره د ساتلو او د پرله پسې غوښتنو باوجود د هغو د نه واپس کولو په اړه دی د اووه دیرش تورونو د پلټنو سره مخ دی.

فلوریډه کې وفاقي وکيل دا درې واڼه د دغو اووه دیرش تورونو سره یوځای کړی دي.

ټرمپ باندی تور دی چې د او د ده مشاورو د مار-ای – لاګو د یو کارکونکي نه غوښتلي وو چې د خفیه دستاویزاتو پلټنو کې د خنډ رامخې ته کولو د هڅو لړ کې په کور کې د لګیدلي کیمرو ټول ويډیو ریکارډنګ پاک یا ډيليټ کړي.

ټرمپ په دی هم تورن کړل شوی دی چې د قامي دفاع معلومات ده ارادتا له ځان سره ساتلي وو.

ده په کال دوه زره یویشتم د جولای په میاشت کې د نیو جرسي په بیډمنسټر کلب کې د لیکوال، چاپ کونکي او د خپلو دوو کسانو سره په ایران د امریکې د ممکنه حملې تفصيلي معلومات شریک کړي وو.

د امنیتي او سفارتي چارو څیړونکي وايي د پوځي منصوبې معنی دا نه ده چې ګنې امریکې په ایران د حملې اراده لرله بلکه پنټاګان د څه قسمه بد صورتحال د پاره خپله تیاري کړی وه.

دا وايي د ټرمپ د خوا په ممکنه توګه د دې معلوماتو د شریکولو په تاریخ کې مثال نشته.

له شکاګو کونسل ان ګلوبل افیرز څخه ساسيېل شی وايي،

"د ښو په هیله او د بدو حالاتو د پاره پلان جوړول د پوځ ذمه واري ده. د جګړې ډیرې منصوبې تیاری پرتې وي خو ښکاره خبره ده چې د ایران مسله ډیره سنجیده ده ځکه چې د جوهري وسلو د تیارۍ په اړه د ایران یو تاریخ پاتی شوی دی. نو حقیقت دا دی چې داسې ښکاري چې صدر دا ښودل چې دی د ایران په اړه دا منصوبې لري."

ټرمپ پرله پسې د ځان خلاف یو شمیر وفاقي پلټنې رد کړی دي او وايي دا سیاسي انتقام دی ځکه چې دې د کال دوه زره څلورويشتم په صدارتي انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند د نمایندګۍ ترلاسه کولو زغل کې تر ټولو وړاندی دی.

د امریکا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ وايي،

"زما په سوچ کې هم کله نه وه چې داسې کارونه په امریکا کې هم کیدلی شي، کله زما په سوچ کې هم نه وه. زما بس یو جرم دی، چې ما بغیر د څه ویرې له هاغو هیوادونو څخه د خپل ملک دفاع کړی، څوک چې دا تباه کول غواړي. تاسو ته یاد دي، چې د شورو نه ډیموکریټس زما د کمپین جاسوسي کوله. دوي د جعلي پلټنو سره په ما حملې کولې."

ټرمپ وايي تورونه کولی شي تاوتریخوالې رامخې ته کړي او هیواد يې ټوټه ټوټه کړي.

ټرمپ او د ده ملګري د کال دوه زره شلم انتخابات د منځه وړلو د ممکنه هڅو په وجه راتلونکې میاشت په جارجیا کې د نوو مجرمانه تورونو سره هم مخ کیدلی شي. دغه انتخابات د ډیموکریټ ګوند جوبایډن ګټلي وو.

ټرمپ دا وخت په واشنګټن کې د وفاقي‌ پلټنو سره هم مخ دی.‌ ټرمپ باندی تور دی چې ده په انتخاباتو کې د بیلات وروسته په پراخه کچه هڅې پیل کړی وې چې د پرامنه سیاسي‌ واک د انتقال عمل وځنډوي.

ده باندی دا هم تور دی چې د ټرمپ پلوو د خوا د کانګرس په ودانۍ یا کیپټول هېل حمله کې يې لاس وو. په دغه یرغل کې اووه کسان مړه شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG