لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د سېلابونو راختلو اؤ د غره د ګټانو د راښویدو اندېښنې ښودل شوي


دقدرتي افتونو په مهال د مرستو صوبایي دولتي ادارې پي‌ ډي‌ ایم ای دسختو بارانونو له امله دخېبر پښتونخوا صوبې په یو شمیر سیمو کې دغره دګټانو راښویدو اؤ سیلابونو اندېښنه ښکاره کړې ده.

یادې ادارې دبیلابیلو سیمو انتظامیو ته لارښوونه کړې ده چې دلویو لارو بندیدو اؤ سیلابونو راختلو ته په وخت چمتو پاتې شي.

دپي‌ ډي‌ ایم ای له لوري دخالي په ورځ سیمه ییزو انتظامیو ته دخبرداري په یو لیک کې ویل شوي چې په سوات،کوهستان،بونیر،اورکزئ، چترال، مانسهرہ، شانګله، دیر،ابیټ اباد،خیبر اؤ تور غر کې دتیزې سیلۍ اؤ بارانونو تر څنګ دخوړونو اؤ سیندونو د راختلو اؤ سیلابونو ویرې شته.

همدغه شان په پېښور،چارسده ، نوښار،مردان، ډیره اسماعیل خان اؤ ځېنو نورو سیمو کې هم دباراني اؤ سیلابي اوبو راختلو اندېښنه ښودل شوې ده.

دپي ډ‌ي‌ ایم ای په استول شوي لیک کې چارواکو ته وینا شوې ده چې دبارانو ،تیزې سیلۍ اؤ سیلابونو په مهال باید لویه اؤ وړه مشینري دمرستو دکارونو لپاره چمتو وساتي اؤ په خوړونو دې نظر وساتل شي.

دمرستو دولتي ادارې په ولس هم غږ کړی دی چې دطوفان په وخت د بجلۍ دتارونو،کمزورو ودانیو،ساین بورډونو اؤ راځوړندو بورډونو نه ځان په ډډه وساتي.

پي ډي ایم ای په حساسو سیمو کې انتظامیو ته لارښوونه کړې ده چې دسېلګرو اؤ مقامي خلکو دحفاظت لپاره احتیاطي ګامونه واخلي.

تېره اوونۍ دقدرتي افتونو په مهال دمرستو قامي ادارې اېن ډي اېم ویلي وؤ د 25م جون راهسې په ملک کې د بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې د مړينو ټوله شمېره 168 ته رسېدلې ده،

داین ډي ایم ای د شمیرو له مخې په مړه شوو کې 69 ماشومان او 68 ښځې شامل دي.

د پشکال په روانو بارانونو کې دخېبر پښتونخوا صوبې ترڅنګ ،بلوچستان اؤ پنجاب کې هم د ګڼ شمیر کسانو د مرګ ژوبلې رپورټونه مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ دې بارانونو په څلورو واړو صوبو کې په پراخه پیمانه ولاړو فصلونو ته هم زیان اړولی دی.

پروسکال هم پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله راغلو سېلابونو په پراخه کچه تباهي خوره کړې وه اؤ د1500نه د زیاتو کسانو دمړینې ترڅنګ حکومت ویلي وؤ چې دغو سېلابونو ملک ته 33اربو ډالرو نه زیات زیانونه اړولي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG