واشنګټن - د اوکراین پولیس چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هغه ملک په سومي ښار کې د یو روسي میزایل د لګېدو په نتیجه کې، لږ تر لږه یو تن مړ شوی او پنځه نور زخمیان شوي دي.
د اوکراین د قامي پولیسو ترجمانې مارینا پولوسینا وویل چې د روسانو په دې حمله کې "یو تعلیمي مرکز" باندې میزایل لګېدلی دی. د اوکراین پولیسو د پېښې نه پس یوه ویډیو هم خوره کړې چې په کې ښکاري د یوې ودانۍ نه لوګي پورته کیږي او زخمیان هسپتال ته لېږدول کیږي.
بل پلو ماسکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې اوکراین بېګا شپه کوښښ وکړ په پېنځه وېشتو (25) ډرونونو سره په کریمیا حمله وکړي، خو روسي ځواکونو ګني دا حمله په شا تمبولې ده.
د روس دفاع وزارت وایي: "شپاړلس اوکرایني UAVS یا ډرونونه، د فضایي دفاع په ډزو کې تباه کړی شول. هېچا ته ځاني نقصان ونه رسېدلو."
د روس سرکاري خبري ادارې ټاس هم د ماسکو د مېئر/ښاروال له قوله رپوټ ورکړی چې اوکرایني ډرونونو د اتوار/یکشنبې په سهار وختي هم ماسکو باندې بریدونه وکړل، خو هیچا ته په کې څه نقصان نه دی رسېدلی.
د ماسکو ښاروال پخپل ټېلېګرام اپلېکېشن کې ویلي چې په دې حمله کې د هغه ښار دوه دفتري ودانیو ته په جزوي توګه زیان رسېدلی، خو څوک په حمله کې نه دي وژلی شوي.
د روس دفاع وزارت ویلي چې دا حمله، "د کیېف رژیم لخوا د ترهګریزه حملې کوښښ و"، او زیاته کړې یې ده چې په ماسکو باندې دې حمله کې درې ډرونونه استعمال شوي و.
ټاس خبري ادارې د بېړنیو حالاتو د چارواکو له قوله ویلي چې حمله کې یو تن امنیتي ساتونکی یا ګارډ زخمي شوی دی.
د غله دانې د لوړې بیعې په اړه د پوټین غبرګون
د روس صدر ولادیمیر پوټین د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د غله دانو په قیمت کې اضافه به هم روس کمپنیو ته او هم غریبو ملکونو ته فایده مند وي.
د دنیا منډیو کې د غله دانو بیعې پس د هغه په بره وختلې چې روس د تور سمندرګي د لارې د اوکراین د غله دانو د برامداتو له لوظنامې څخه ووتلو.
پوټین د خالي/شنبې په ورځ په یو خبري کنفرنس کې چې د روس په سن پیټرزبورګ ښار کې جوړ شوی و، وویل چې د غله دانې د بیعو د لوړېدو له اړخه چې روس ته څه فایده میلاویږي، هغه ګته به ماسکو د افریقې او نورو غریبو ملکونو سره تقسیموي. یاده دې وي چې د اوکراین په شان، روس هم په دنیا کې د غله دانې یو ستر برامد کوونکی هېواد دی.
پوټین دا هم وویل چې روس د افریقې او یا د چین له خوا د امن دپاره د پېش کړی شوو ترکیبونو په بنیاد د سولې د خبرو سره مخالف نه دی.
پوټین په داسې حال کې دا خبرې وکړې چې یوه ورځ وړاندې تر هغه د افریقې د څو ملکونو مشران د یوې غونډې دپاره د روس سنټ پيټرزبورګ ښار ته ولاړل او په هغه یې ټینګار وکړ چې د اوکراین په ضد دې جګړه ختمه کړي او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوکراین د غله دانو د برامداتو په معامله کې دې بېرته شامل شي.