واشنګټن - په میانمر (برما) کې د پوځ په مشرۍ حکومت هغه بېړنی حالت وغځولو چې د منتخب حکومت په ضد د پوځ د دوه کاله وړاندې کودېتا راهېسي په هغه ملک کې پرځای شوی دی. د بېړني حالت د غځېدو اعلان، سرکاري مېډیا وکړ او دې سره په میانمر کې انتخابات، چې د ترسره کېدو وعده یې شوې وه، د ځنډ ښکار شول.
د میانمر اېم آر ټي وي وویل چې د هغه ملک د دفاع او سلامتیا قامي کونسل (NDSC) د ګل/دوشنبې په ورځ په پایتخت نېپيداو کې غونډه جوړه کړله او سر له نهې/سې شنبې یې په میانمر کې نافذ شوی بېړنی حالت د شپږو نورو میاشتو دپاره هم وغځولو، ځکه د هغو په وینا، د انتخاباتو د آمادګۍ دپاره وخت ته ضرورت دی.
اېن ډي اس سي د قانون ترمخه د حکومت پورې متعلق یوه اداره ده، مګر په عمل کې د پوځ د کنټرول لاندې ده.
د بېړني حالت د غځولو اعلان، د پوځ دا ښکاره اعتراف هم دی چې هغوی د انتخاباتو د ترسره کولو دپاره پوره کنټرول په ملک کې نلري او د پوځي آمریت په وړاندې پراخ مخالفت لا هم موجود دی او پوځ یې په اېل کولو کې ناکامه پاته شوی دی.
د میانمر د پوځي آمریت په ضد هم د عدم تشدد مظاهرې او هم وسله وال مخالفتونه موجود دي چې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
میانمر کې دوه کاله وړاندې بېړنی حالت هغه وخت اعلان شو چې عسکرو د 2021 کال د فرورۍ په اوله نېټه جمهوریت پلوه مشره آنګ سان سوچي او نور جګپوړي چارواکي ونیول. په هغې کودېتا سره په میانمر کې د جمهوریت په طرف کومه څو کلنه ترقي چې حاصله شوې وه، هغه بېرته له مېنځه ولاړه.
د سیاسي قیدیانو دپاره د امداد اېسوسي اېشن د آزاد تنظیم د شمېرو ترمخه، په تېرو دوو کلونو کې د میانمر د پوځي آمریت دلاندې تر اوسه قریب څلور زره (3857) کسان د امنیتي ځواکونو په ذریعه وژلی شوي دي.
د کودېتا نه وروستو، د پر له پسې فشارونو په وجه پوځ اعلان وکړ چې یو کال پس به انتخابات کیږي، خو د کال په تېرېدو انتخابات ونشول. بیا یې وعده وکړه چې د 2023 کال په اګسټ میاشت کې به انتخابات کوي، خو دا دی اوس یې د بېړني حالت په شپږمیاشتې غځولو سره، بیا هم انتخابات وځنډول.
Forum