واشنګټن- روسي چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، اوکرایني ډرون په ماسکو کې د یوې لوړ پوړیزې ودانۍ په ۲۱ پوړ باندې برید کړی خو د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم د پلازمېنې په لمنو کې دوه نور ډرونونه غورځولي دي.
د ماسکو ښاروال سرګې سوبیانېن په ټېلېګرام ویلي، په ودانۍ باندې دغه برید کټ مټ د یکشنبې یا اتوار د ورځې د اوکرایني ډرون د برید په څېر وه.
د نهې د ورځې په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
اوکراین دا نه مني چې ګنې د روس دننه بریدونه کوي، خو دغه ډول بریدونه په دې وروستیو کې زیات شوي.
د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي یو سلاکار مېخایلو پودولیک په اېکس یا پخواني ټوېټر ویلي، ماسکو "په چټکۍ سره اوس له خپرېدونکې جګړې سره عادت کېږي."
د ډرون په برید کې په دغې لوړ پوړیزې ودانۍ چې په ښيښو پوښل شوې د حکومت د ډیجېټلي پراختیا، اقتصاد او صنعتي ودې وزارتونه ځای لري دي."
د روس د دفاع وزارت د نهې په ورځ ویلي، چې ځواکونو یې د اوکراین د هغو دریو سمندري ډرونونو برید شنډ کړی چې غوښتل یې په توره بحیره کې د روس ګزمه کونکې کښتۍ په نخښه کړي.
روس ویلي، دغه برید د سیواستپول د جنوب په ۳۴۰ کیلومټرۍ کې شوی.
د روس بریدونه:
د اوکراین په جنوبي خرسان ښار کې چارواکو ویلي، چې روسانو د نهې په ورځ په یو روغتون باندې برید کړی او یو ډاکټر یې د خپل کار په لومړۍ ورځ وژلی او یو نرس یې ژوبل کړی.
ملګروملتونو دغه برید غندلی دی.
"د نه منلو هغه برید چې نن یې په خرسان کې یو روغتون ویجاړ کړ، دا په اوکراین باندې د روس د یرغل یو بله وېرونکې پایله ده."
د ملګروملتونو د بشري مرستو ناظم ډنیس براون په یو بیان کې ویلي، "حتی هغه خلک هم خوندي نشي پاتې کېدای چې خلکو ته حیاتي خدمات رسوي."
په اوکراین باندې د روس د یرغل یعنې د ۲۰۲۲ کال له فیبروۍ راهیسې، د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا په روغتیايي مرکزونو باندې تر ۱۰۰۰ زیات بریدونه شوي، چې په ټوله نړۍ کې په دغه موده کې په روغتیايي مرکزونو باندې له شویو بریدونو څخه ۶۰ فیصده زیات دي.
ملګروملتونو ویلي، چې د اوکراین په ختیځ او جنوب په ځینو برخو کې حتی نیمایي روغتیايي مرکزونه هم نه دي پاتې چې خدمات ترسره کړي.
دغه ډول په خارکیېف سیمه کې چارواکو ویلي، د روس ډرونونو په یو تعلیمې ادارې او په سپورټس کامپلېکس په یوې بلې ودانۍ بریدونه کړي.
همدارنګه د اوکراین په جنوبي کریې رې ښار کې چېرې چې د اوکراین ولسمشر زېلینسکي زېږېدلی وو روسانو د ګل یا دوشنبې په ورځ د توغندیو دوه بریدونه کړي او لږ تر لږه شپږ کسان پکې وژل شوي دي.
Forum