لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: ناټو نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې ترهګرو ډلو حتی ډاکوانو ته هم په لاس ورغلي دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو زرداري ویلي د کابل له سفوط راپدیخوا پاکستان کې دترهګرۍ پېښې سیوا شوي دي اؤ پاکستان چمتو دی چې دترهګرۍ پرضد افغانستان سره مرسته وکړي.

پاکستاني رسنۍ وایي د نهې -سه شنبې په ورځ دپاکستان خارجه وزارت کې راجوړې شوې یوې دستورې ته وینا کې خارجه وزیر بلاول بوټو وویل دامریکې اؤ‌ ناټو نه چې افغانستان کې کومې وسلې اؤ مهمات پاتې شوې دي هغهد ترهګرو،جرایم پیشه تنظیمونو اؤ تر دې چې د ډاکوانو لاسونو ته ورغلي دي.

په نزدې وختونو کې په افغانستان واکمنو طالبانو دا دعوې په سختۍ سره رد کړي دي چې ګنې ناټو نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې دطالبانو لخوا په عامو بازارونو کې پلورل شوي اؤ د ترهګرو لاسونو ته ورغلې دي.

دستورې ته پخپله وینا کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي، ترهګر په پاکستان اؤ افغانستان دواړو هیوادونو کې ترهګري کوي اؤ ددې مخه نیول د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

هغه وویل د ترهګرۍ پرضد دپاکستان تګلاره ډاګیزه ده اؤ "مونږ تیار یو چې دافغانستان سره هم دې لړ کې مرسته وکړو"

بلاول بوټو هیله وښودله چې دافغانستان لنډ مهاله حکومت به د ترهګرو ډلو پرضد ګامونه واخلي اؤ د دوحې دتړون له مخې به خپله خاوره دهیڅ یو هیواد پرضد کارول کیدو ته پرې نه ږدي .

پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې دافغانستان دننه ترهګر خوندي ځالي لري اؤ له دغه ځایه پاکستان کې دترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي خو دطالبانو حکومتي چارواکي دپاکستان دا دعوې ردوي اؤ وایي دافغانستان خاوره د هیڅ یو هیواد پرضد دترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي او نه دوي چاته دا اجازه ورکوي .

بلاول بوټو زرداري وویل افغانستان سره نه خو کوم مستقل پوځ شته،نه دترهګرۍ دمخنیوي اؤ نه هم سرحدي ځواکونه لري چې له دې امله دترهګرۍ دمقابلې د توان ستونزې رامنځته شوې دي.

دهغه په خبره ، په ماضي کې مونږ هم دداسې خطرو سره مخ پاتې شوي وؤ خو اوس دترهګرۍ دمقابلې توان لرو اؤ اماده یو چې په دې برخه کې افغانستان سره هم مرستې وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا اؤ افغانستان سره پیوست قبایلي ضلعو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په نزدې وختونو کې دعامو وګړو ترڅنګ ګڼ شمیر پاکستاني امنیتي عسکر هم وژل شوي دي.

بلاول بوټو وویل، حکومت به په هر حال کې د ریاست ځواکمني ټینګوي اؤ د افراطي یا ترهګرو ډلو دخوشحالولو ګامونه به نه اخلي.

دپاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي دي چې دې کې زیاتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز عبدالله خان وايي پاکستان کې زیاتیدونکې د ترهګرۍ لویه وجه په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی ځکه د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] مشرانو ته په افغانستان کې د پټېدو ځای په لاس ورغلی دی.

نوموړی تور لګوي، اوس د افغانستان نه، نه يواځې پاکستاني طالبان بلکې افغان طالبان هم د پاکستان خلاف کاررواياني کوي.

په افغانستان کې دطالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استمالیږي او پاکستان ته وایي چې تحریک طالبان سره خپلې معاملې باید په مذاکراتو هوارې کړي خو دپاکستان خارجه ویاندې تېره اوونۍ ویلي وؤ دهغو ترهګرو سره به مذاکرات نه کیږي چې لاسونه یې د بېګناه ولس په وینو سره دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG