لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو ډله وايي، ایران ۱۱ بلوڅان په دوو ورځو کې په دار ځړولي

واشنګټن – یوې غیر دولتي ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، چې ایران په ۴۸ ساعتونو کې ۱۱ بلوڅان په دار ځړولي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، نهه ایراني او دوه افغان بلوڅان د یکشنبې یا اتوار له ورځې څخه د نهې یا سې شنبې تر سهاره پورې په ایران کې په دار شوي.

دغه ډله وايي، له دې سره په ایران کې یواځې په جولای میاشت کې د په دار شویو کسانو شمېر ۶۱ تنو ته ورسېد.

خبر زیاتوي، د دې کال له پیل څخه تر اوسه په ایران کې ۴۲۳ کسان تېزندۍ شوي دي.

فعالانو په ایران تور لګولی چې په دغه هېواد کې د لاریونونو له زیاتېدو سره چې په تېر سپټمبر کې له پولیسو سره د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي، ایران کوښښ کوي چې د تېزندۍ د دغو سزاګانو له زیاتوالي سره د عامو خلکو ترمنځ وېره خپره کړي.

د ایران د بشري حقونو ډله وايي، د بلوڅ اقلیت د ایران د وګړو یا نفوس له دوو څخه تر شپږو فیصدو پورې جوړوي خو په ۲۰۲۲ کال کې په ایران کې د تېزندۍ شویو کسانو له دریو څخه یوه برخه دوی دي.

دوی وايي، اته بلوڅان د زاهدان په مرکزي زندان کې د نشي توکو په تورونو د جولای له ۳۰ مې د اګسټ تر لومړۍ نېټې پورې تېزندۍ شوي.

دغه ډول یو بل بلوڅ تن د ختیځ خراسان ایالت په بېرجند ښار کې د جولای په ۳۱ نېټه د ورته تورونو له امله تېزندۍ شوی.

همدارنګه د ۳۰ کلن محمد ارباب او ۳۲ کلن اسدالله امیني په نامه دوه افغان بلوڅان د جولای په ۳۰ نېټه د سیستان بلوچستان په زندان کې په پټه تېزندۍ شوي.

په ایران کې په ۲۰۱۸ کال د نشي توکو د قاچاقو په قانون کې د بدلون له امله نشي توکو سره تړلې د تېزندۍ سزاګانې په ډرامټېک ډول کمې شوې وې خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې بېرته زیاتې شوې دي.

د ایران د بشري حقونو ډلې ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۵۶ تېزندۍ شویو کسانو تقریبا نیمايي یې بلوڅان وو.

په تهران کې د امیني له مړینې وروسته په زاهدان کې هم لاریونونه شوي چې د بلوڅانو په وړاندې د توپیري چلند پرسر غوصې نور هم پیاوړي کړي وو او په سر کې هلته په یوې وړې انجلۍ باندې د جنسي تیري څخه پیل شوي وو.

د حقونو ادارې وايي، دغه لاریونونه د امنیتي ادارو لخوا په دغه غریب ایالت کې له تاوتریخوالي په ډکه توګه ځپل شوي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG