لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په افغانستان، امنیت، تجارت او نورو مسلو خبرې کړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل لومړي رسمي سفر په مهال د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو له وزیر بلاول زرداري سره لیدلي.

د بهرنیو چارو د وزارت ترمخه په لیده کاتو کې پر تجارت، د پولو پر امنیتې ستونزو، افغانستان او د تجارت په شمول پر نورو دوه اړخیزو چارو خبرې شوي.

له لیدنې وروسته د ګډ خبرې غونډې سره وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زردارې وویل:

"مونږ پر دې خبره موافقه کړې چې پر پولو پنځو مارکیټونو فعالولو ته لومړیتوب ورکړو. دا پریکړه شوې چې د یو بل ټول بندیان خپلو هیوادونو ته ولیږل شې او ماهې ګیران خوشې کړاې شې او پر ګډې پولې امنیت ټینګ وساتل شي."

په دې مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان وویل د اقتصاد د ودی، ترهګرۍ او مخدره مواد د قاچاک د مخنیوې د پاره به نور میکانیزمونه جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د ګیس پایپ لاین د پروژې په اړه یی له پاکستانې مشرانو سره خبرې شوې:

"مونږ باور لرو چې د پاکستان او ایران تر منځ ګیس پایپ لاین به دواړو هیوادونو ته قامې ګټه وې. مونږ هیله لرو چې دغه ګیسن پایپ لاین زر تر زه ترسره او فعاله کړې شي."

د ایران او پاکستان د مشرانو تر منځ په افغانستان کې د امنیت په اړه خبرې شوې، ایران هم په افغانستان کې د پاکستان د کردار هیله مند دې او وایي د افغانستان د ستونزو هواري د سیمیزو هیوادونو له ګډو ګامونو سره تړلې.

څیړونکې وايي، ايران له پاکستان سره د انرجې معاملې هوارولو تر څنګ پر پولو امنیت او په افغانستان کې د رول په اړه هم فشار اچوې.

د پاکستان پخوانی سفیر خالد محمود وایي : "څه شرخوښې دواړو اړخونو ته عملیات کوې. د هیوادونو تر منځ میکانیزم شته خو باید د پاکستان او ایران دواړو هیوادونو ټولې اړوندې ادارې په دې اړه د یو بل سره مرسته وکړې."

دوې زیاتوي د ایران او پاکستان په شمول سیمیزې رابطې ترهغو نشې ممکنه کیدای تر څو چې افغانستان کې امن نه وي راغلی او دا یوازې د سیمیزو ګډو مرستو څخه ممکنه کیداې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د پاکستان سفر کوې چې د روان کال د مئې په میاشت کې په بیجینګ کې له امنیتي خبرو اترو وروسته ایران او سعودي عرب موافقه کړې وه چې دیپلوماتیکې اړیکې به بیا پرانیزي او د یو بل په هېوادونو کې به سفارتونه پرانیزي.

څیړونکې وایي ایران او سعودي عرب هڅه کوي خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي، نو پاکستان به هم غواړي چې د دغه سیمیزې سولې او ثبات څخه ګټه ترلاسه کړې او د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا سره د خپلو سوداګریزو او اقتصادي ښکیلتیاو امکانات زیات کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG