واشنګټن- امريکا په دې انديښمنه ده چې ولې چين خپل خلک دې ته هڅوي چې د ملک د ګټو پر ضد د کارکونکو او د يو بل خلاف جاسوسي وکړي.
د امريکا وزارت خارجه د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي چې خپل خلک دې ته هڅول چې په يو بل جاسوسي وکړي غټه د انديښنې خبره ده.
دې اوونۍ د چين د ملي امنيت وزارت کوم چې د خارجي استخباراتو او جاسوسۍ ضد چارو مسؤله څانګه ده په خپله سوشل ميډيا پاڼه وي چيټ ليکلي د جاسوسۍ ضد قانون عملي کول يواځې د امنيت د وزارت ذمه واري نه بلکې د هر چينايي وګړي دنده ده چې په دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
د چين د ملي امنيت وزارت د جاسوسۍ ضد قانون غځول د می مياشتې په وړومبۍ نېټه اعلان کړی.
د امريکا خارجه وزارت وياند ميتيومېلر ويلي “مونږ د چين د جاسوسۍ ضد پاليسي عملي کول په غور څارو چې څومره پراخه بڼه لري او کومې هلې ځلې دغه هېواد جاسوسي ګڼي”.
هغه وويل"مونږ په چين کې په يو اړخيزه توګه د خلکو په نيولو انديښمن يو او دا زمونږ د سفر په اړه په ورکړل شوو مشورو کې څرګنده ده. زه به زياته کړم چې وزير خارجه دا مسله د نورو مسلو سره سره د چين د چارواکو سره په ملاقاتونو کې پورته کړې ده."
د چين حکومت د کال په شروع کې د جاسوسۍ قانون نوی کړی چې پکې د ملک د امنيت په اړه هيڅ قسم معلومات څوک نه شي شريکولی. خو دا نه ده څرګنده چې د امنيت او مفاداتو په اړه رازونه څه دي.
دا ګامونه په دې ترڅ کې کتل کيږي چې په چين کې د کاروبار کونکو غټو غير ملکي کمپنيانو څار به سېوا شي.
د کنسلټېنک کمپنۍ ايزاک سټون فېش مشر په سوشل ميډيا ليکلي “دې په ريښتيا هم زه بوږنولی يم چې د چين د ملي امنيت وزارت خپلو وکړو ته ويلي د جاسوسۍ په ضد بهير کې يو بل هم وڅارئ او د بهرنيانو خلاف هم جاسوسي وکړئ. دا يرونکی عمل دی”.
واشنګټن او بيجينګ په يو بل د جاسوسۍ تورونه لګولي او د شورو په ورځ د کانګرس يو پينل ويلي چې د تجارت د وزارت او وزارت خارجه د ايميل په غلا کولو/هيک کولو په لړ کې د چين خلاف پلټنې کوي.
هيکرز چې ممکن ده د چين د استخباراتو د څانګو سره تعلق لري په دې تورن دي چې پوره مياشت يې د تجارت او خارجه چارو د وزات او ځينې ادارو د ايميل نظام ته لاس رسی موندلی او څه اکاونټونه يې لټولي.
البته بيجينګ د امريکا دا تورونه رد کړي.
د چين د خارجه چارو د وزارت وياند وانګ وېن بېن ويلي "د تېر کال نه راپه دېخوا د چين د سايبر سيکيورټي ادارو رپورټونه خواره کړي چې د امريکا حکومت د چين خلاف څومره سايبر حملې کړي. وخت راغلی چې امريکا دا وضاحت وکړي دوی څومره سايبر حملې کړي او د خلکو د تېرويستلو د دروغو هڅې دې بندې کړي."
Forum