واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د افریقايي هېواد نیجر (Niger) د ولسمشر محمد بازوم د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړی تېره اونۍ په یوې پوځي کودتا کې له واک څخه لېرې کړای شوی.
بایډن په یو بیان کې ویلي، چې نیجر "خپلې ډیموکراسۍ ته له یو لوی چلنج سره مخ دی."
بایډن ویلي، "د نیجر خلک حق لري چې خپل رهبران وټاکي. دوی خپله اراده د ازادو ټاکنو له لیارې څرګنده کړې او باید ورته درناوی وشي."
په ورته وخت کې په ګاونډي هېواد نایجریا کې بیا د لویدیځې افریقا د هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې دوهمه ورځ هم پای ته رسېدلې.
له کودتا څخه څو ورځې وروسته د لویدیځې افریقا د دفاع وزیرانو لخوا د کودتا د مشرانو پرضد بندیزونه لګېدلي او د یکشنبې تر ورځې نېټه یې ورکړې چې په واک باندې بېرته بازوم کښینوي او که داسې ونه شي نو له پوځي ځواک څخه به کار واخېستل شي.
جنرال عبدالرحمن تېچیاني چې خپل ځان یې د نیجر نوی مشر اعلان کړی د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، چې دوی "دا ټول بندیزونه ردوي او د هر ډول ګواښ په وړاندې تسلیمیدل یې رد کړي چې هغه که له هر ځایه وي."
هغه ویلي، "مونږ د نیجر په کورنیو چارو کې هر ډول مداخله ردوو."
د سولې، امنیت او سیاسي چارو کې د لویدیځې افریقا د دې بلاک کمېشنر عبدالفتاح موسی د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته په ابوجا کې وویل، چې د پوځي ځواک کارول به د دغه بلاک لپاره وروستۍ لاره وي.
خو موسی وویل، چې ددغه امکان لپاره هم تیاریانې شوې دي.
هغه وویل، "د دې اړتیا ده چې وښودل شي مونږ نه یواځې غاپو بلکه خوله هم لګوو."
د لویدیځې افریقا بلاک د شورو په ورځ د نیجر پلازمېنې ته یو پلاوی استولی چې له پوځي مشرانو سره خبرې وکړي.
برتانیې ویلي، دوی د امنیتي اندېښنو له امله دغلته په موقتي ډول د خپل سفارت کارکونکي کموي.
امریکا هم د شورو په ورځ ویلي، چې دوی په لنډ مهاله توګه د امریکا د حکومت د غیر ضروري کسانو او د هغوی د کورنیو غړو د ویستلو حکم کوي.
امریکا همدارنګه نیجر ته سفري سپارښتنې څلورمې کچې ته لوړې کړي، په دې معنی چې نیجر ته سفر مه کوئ.
د فرانس پوځ او د بهرنیو چارو وزارت هم د شورو په ورځ له نیجر څخه د خلکو د وېستلو بهیر ته دوام ورکړی و.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په څلورو الوتنو کې له نیجر څخه کابو ۱۰۰۰ کسان وېستل شوي دي.
په دغو وېستل شویو کسانو کې، د فرانسې اتباع او نور د نیجر، پورتګال، بیلجیم، ایتوپیا، لیبنان، جرمني، کاناډا، هند، اسټریا او امریکا کسان شامل وو.
ایټالیا هم د تخلیې لپاره خپلې الوتنې کړې دي.
پوځي مشرانو بازوم د جولای په ۲۶ نېټه په خپل کور کې نیولی او د ولسمشرۍ د ګارد قومندان تچیاني یې د ګل په ورځ خپل نوی مشر ټاکلی.
د کودتا رهبرانو ویلي، دوی له دې امله کودتا وکړه چې په هېواد کې امنیتي حالات په خرابېدو وو او د جهادیانو پرضد د حکومت کوم اقدام نه ښکارېده.
دغه کودتا د لویدیځو هېوادونو لخوا غندل شوې او امریکا ویلي، چې دوی د نیجر له خلکو سره ولاړه ده او له افریقايي اتحاد سره کار کوي چې کودتا بېرته په شاه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن د شورو په ورځ له بازوم سره د نیجر د حالاتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر په یو بیان کې ویلي،چې امریکا په نیجر کې "د ډیموکراټیک ټاکل شوي حکومت په بېرته راتګ کې ژمنه ده."
مېلر زیاته کړه، "مونږ یو ځل بیا تکرار کړه چې د ولسمشر بازوم او د هغه د کورنۍ امنیت او خوندیتوب مهم دي."
د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې دي.
Forum