واشنګټن - د امریکې پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ، چې د 2020 کال انتخاباتو د نتیجو بدلولو د کوښښ تور ورباندې لګېدلی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې یو فډرل عدالت ته حاضر شو او د جج په وړاندې یې د بې ګناهۍ اظهار وکړو.
کله چې ټرمپ د مېجسټرېټ جج موکسېلا اپاډیایا په وړاندې د بې قصورۍ اظهار کولو، په عدالت کې موجود د عدلیې وزارت خاص کونسل جک سمېت د چوکیو د اول کتار نه ورته نظر ساتلی و.
په عدالت کې د ټرمپ د پېش کېدو ټوله موده شاوخوا نیمه ګېنټه وه او دا هغه عدالت و چې د کانګرس اېوان نه صرف یو کلومټر لېرې دی، چېرته چې د 2021 کال د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ پلویانو په کانګرس یرغل وروړی و او غوښتل یې په کانګرس کې د صدارتي انتخاباتو د نتایجو تصدیق مخه ونیسي.
د عدلیې وزارت جک سمېټ د نهې/سې شنبې په ورځ د ټرمپ په ضد فرد جرم کې چې په 45 پاڼو کې لیکل شوی، په هغه او ملګرو یې تور ولګولو چې د انتخاباتو د لاسوهنې دروغې دعوې یې شایع کولې، په ریاست او ریاستي چارواکو یې فشار راوستلو چې نتیجې بدلې کړي او د بایډن د کامیابۍ د مخنیوي دپاره یې سازشونه کړي و.
د دې فردجرم ترمخه، په 77 کلن ټرمپ باندې څلور تورونه لګېدلي دي په شمول د: امریکا ته د دهوکې ورکولو سازش، د شهریانو په دې حق سترګې پټول چې د هغوی رایې یا ووټونه حساب کړی شي، او د یوې سرکاري پروسې مخه نیول. تر ټولو دروند او سنجیده الزام یې، د اثبات په صورت کې شل کاله بند سزا درلودلی شي.
د مقدمې بل سماعت د اګسټ میاشتې په 28مه نېټه وټاکل شو، او د عدالت ترمخه، په هغه کې د ټرمپ موجودیت ضروري ندی.
د نیوجرزي نه واشنګټن ته د روانېدو نه وړاندې، ټرمپ پخپلې سوش مېډیا، ټروټ سوشل باندې ولیکل چې د نن ورځي ګرفتاره کېدل هغه ته یو لوی افتخار دی.
ټرمپ لیکلي: "زه اوس واشنګټن ډي سي ته روان یم، چې د یو کرپټ، جعلي او غلا شوو انتخاباتو د چلېنج کولو په خاطر ګرفتاره شم. دا یو ستر ویاړ دی، ځکه زه ستاسو دپاره ګرفتاره کېږم."
د امریکې په 247 کلن تاریخ کې، ټرمپ د دې ملک اولنی صدر دی چې د جرمي الزامونو سره مخ کیږي. تر دې وړاندې د امریکې په هېڅ کوم صدر باندې، نه د خپل صدارت په دوران کې او نه د صدارت نه پس، جرمي تورونه لګول شوي و.
Forum