واشنګټن - د داعش ډلې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د خپل مشر ابو حسین الحسینی القریشي د مرګ خبر تصدیق کړ، او ابو حفص الهاشمي القریشي یې د هغه ځایناستی اعلان کړ. د داعش ډلې ترجمان په یو غږیز پیغام کې چې په ټېلګرام چېنل باندې یې خپور کړی، دا اعلان وکړ. د غږیز پیغام د ریکارډ کېدو نېټه معلومه نده.
روان 2023 کال د اپرېل په میاشت کې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان ویلي و چې د ترکیې استخباراتي ځواکونو د داعش مشر په شام کې وژلی دی. د هغه نه پس، دا وړومبی ځل دی چې داعش ډله د خپل مشر په اړه عام بیان ورکوي او د هغه مرګ تصدیق کوي.
داعش ډله چې ځان ته دولت اسلامیه وایي او یو وخت یې د عراق او شام په پراخو سیمو واک چلولو، د خپل نوي مشر ابوحفص په اړه یې څه جزئیات نه دي ورکړي.
داعش ډله په کال 2014 کې د خپل قوت اوج ته ورسېده او هغه وخت کې یې مشر ابوبکر البغدادي و چې خپل د واک اختیار لاندې سیمه يې خلافت ونوموله.
په عراق او شام، دواړو کې القاعده ډله وچقول شوه او په دې کې د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځواکونو هم برخه درلودله. په کال 2019 کې البغدادي د امریکایي عسکرو په یوه حمله کې په شام کې ووژل شو.
د البغدادي نه وروستو د داعش بل مشر هم په شام کې ووژل شو، او ورپسې د 2022 کال په نوامبر میاشت کې ابو حسین الحسیني القریشي د هغې ډلې مشر وټاکلی شو.
اوس هم د داعش ډلې تندلاري په شام او عراق کې کله کله حملې کوي. د دې ډلې په زرګونه تندلاري په دې وروستیو کلونو کې د عراق او شام په لېري پرتو علاقو کې پټ شوي، خو لا هم د غلچکي بریدونو وړتیا په کې پاته ده.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه او تر څنګ یې د کردي ملېشو په مشرۍ ائتلاف چې د شام ډېموکريټک لښکرې نومیږي، اوس هم په شام کې د داعش ډلې په خلاف عملیاتونه ترسره کوي.
Forum