واشنګټن- د بنګله ديش په لويو کيمپونو کې په ډېر بد حالت کې مېشت روهينګيا کډوال په يو دوه کې حېران دي که چېرې چين د دوی بيرته ميانمار ته د لېږلو پلان عملي کړي نو څه به کيږي.
چين پلان لري چې د دې کډوالو بيرته د لېږلو په منصوبه کې مرسته وکړي کوم چې د میانمار د حاکم پوځ د لاسه وژل کېدل او کورونه مالونه يې ورله سوزولي وو. د پايلټ پلان ترمخه به 1176 روهينګيا کورنۍ بيرته لېږل کيږي.
بنګله ديش په کوټوپلانګ کډوال کيمپ کې د روهينګيا کډوالو د خدمت د پاره رضاکار انګ مينګ وي او ای ته وويل، "مونږ غواړو چې کورته ستانه شو خو د دې سکيم د لاندې به د ميانمار پوځ مونږ په کيمپونو کې ساتي او مونږ ته به اجازه نه وي چې خپلو کلو او کورونو ته لاړ شو. "
هغه وويل "مونږ ګڼو چې د روهيګيا بيرته لېږل چين د خپلو ګټو د پاره کوي نه چې زمونږه غم خوري. که چېرې چين په ريښتیا غواړي چې مدد وکړي نو دا به يقيني کوي چې روهينګيا به په امن او عزت کې بيرته خپلو کورونو ته ځي."
نزدې يو ميلين روهينګيا کډوال د بنګله په پوله پرته ولسوالۍ کوکس بازار په کيمپونو کې ژوند کوي. دا کډوال په کال 2017 د پوځ د ظلم اوځورولو نه تښتېدلي دي چې اوس پرې د نسل وژنې مقدمه د انصاف په نړيوال عدالت کې روانه ده.
دوه کاله نه ډېر وخت وشو چې پوځ په ميانمار کې واک نيولی خو د چين ورسره نزدې تعلقات دي. تېره مياشت د چين خصوصي استازیډېنګ شيجون د ميانمار دوه ورځنۍ دوره کړې او لوړپوړو واکمن پوځي چارواکو سره يې کتلي وو.
واکمن پوځ وياند ميجر جنرل ژا مېن تون وي او ای ته په ټيليفون ويلي “مونږ د امن، د چين او ميانمار د پولې د خوندي ساتلو او د قانونسره په تړلو مسلو ډېرې په تفصيل خبرې اترې کړي”.
په چين کې د برما-چاينه د چارو کارپوه هلا کایو ژا وي اې اې ته ویلي، "چين په دغه سيمه کې قراري ځکه غواړي چې دا د چين د بېلټ اينډروډ منصوبې د پاره او په خصوصي توګه د روهينګيا د ټاټوبي راکهاين جغرافيايي حيثيت ډېر مهم دی".
Forum