لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په عدالت کې په هغه د لګېدلو جرمونو نه انکار کړی او دا يې يوه سياسي ځورونه بللې 


د امريکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د زيارت/پانجشنبې په ورځ د واشنګټن په يو عدالت کې په ځان لګېدلي جرمونو نه انکار کړي او دغه يې يوه سياسي ځورونه بللې.

هغه وويل "دا د يو سياسي مخالف ځورول دي. په امريکا کې داسې کېدل نه و پکار"

خو د هغه خپل مرستيال صدر ماېيک پېنس چې په راتلونکې پېشۍ کې به د ګواه په حيث وړاندې کيږي. د ټرمپ د دغې خبرې سره مخالفت کوي او وايي

"زه امريکايي ولس په دې خبره خبرول غواړم چې زه د انتخاباتو د ړنګولو هيڅ اختيار نه لرم. صدر ټرمپ ماته ويلي وو چې زه هغه د آيين نه اوچت اوګڼم خو ما د آيين ملاتړ اوکړو".

په پخواني صدر ټرمپ په کال ۲۰۲۰م کې د صدارتي انتخاباتو د نتيجو د ړنګولو د سازش څلور جرمونه لګول شوي دي او مقدمه يې روانه ده.

ښاغلی ټرمپ چې د کال ۲۰۲۴م د انتخاباتو د پاره د ريپبلکن ګوند لخوا د سر امیدوار دی په دې جرم کې نيول شوی نه دی او مقدمه يې روانه ده.

د بروکنګ انسټيټيوټ څيړونکې ايلېن کمارک دا يوه کړکېچنه قانوني مسله ګڼي او وايي

"مونږه په يو عجيبه ځاېې ولاړ يو. هغه د مقدمې په وخت هم انتخابات کولی شي ځکه چې په هغه لا جرم نه دی ثابت شوی، په هغه يو شمېر جرمونه لګول شوي خو داسې نه ښکاري چې فيصله به پکې د انتخاباتو نه وړاندې راشي".

په ټرمپ باندې په نيويارک او فلورېډا کې هم په انتخاباتو کې د ټګۍ او د خفيه دستاوېزاتو د برسېره کولو جرمونه دي

د فورډهم يونيورسټۍ پروفېسره چېري بېدر دغه پېښه د امريکا د پاره سنګينه بولي او وايي

" دا زمونږه د جمهوريت د پاره ډېره خطرناکه خبره ده ځکه چې بيا به تاسو د ووټونو شمېره څنګه کوئ؟ خو بلخوا د ټرمپ دلیل دا دی چې هغه ريښتونی دی او هغه دا ګڼي چې انتخابات يې ګټلي دي او دا چې هغه د امريکې سره ټګي نه کوله".

د عدالت نه بهر د هغه پلويان وايي‌ اوس هم د ټرمپ ملاتړ کوي

خو د کېپټل هېل چې پرې د ټرمپ پلويانو بريد کړی و سره نزدې په سوونو د ټرمپ مخالفين په دې نظر دي چې ټرمپ دې په کانګرېس د بريد په مقدمه کې احتساب ته مخامخ شي.

د واشنګټن په وفاقي عدالت کې به د ټرمپ د بلې پيشۍ نېټه زر تر زره اوټاکلی شي. د ټرمپ بله پېشي به د می په مياشت کې په فلورېډا کې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG