لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د درې کلن بند د مودې پوره کولو لپاره عمران خان د اټک زندان ته اچول شوی دی


د توشه خانې په قضیه کې له نیول کیدو وروسته دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان دپنجاب پولیسو د اټک زندان ته اچولی دی .

داټک دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي‌ ډاکټر سردار غیاث ګل خان د خالي په ماښام بیلابیلو رسنیو ته پخلی کړی چې عمران د اټک په زندان کې اچول شوی دی اؤ په ټوله ضلعه کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ د اسلام اباد سیشن عدالت دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته د توشه خانې په قضیه کې د دریوؤ کالو د قید سزا اورولې وه چې تر هغې سمدستي وروسته پولیسو هغه په لاهور کې له خپله کوره نیولی اؤ د اسلام اباد په لوري یې راروان کړی ؤ.

دعمران خان له نیول کیدو وروسته دهغه ګوند پاکستان تحریک انصاف په ټولنیزو رسنیو د عمران خان وړاندې نه یوه ریکارډ کړل شوې ویډیو خپره کړې ده چې پکې عمران خان دټولو خلکو نه غوښتنه کړې ده چې که هغه ونیول شي نو باید نور خلک کورونو کې پټ اؤ غلي پاتې نه شي.

عمران خان ویلي هغه دحقیقي ازادۍ اؤ دخلکو دحقونو لپاره میدان ته راوتلی اؤ په خلکو یې غږ کړی چې هغوي باید دده له ګرفتارۍ وروسته هم دا مبارزه پرمخ یوسي.

دعمران خان له نیول کیدو وروسته دهغه دګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي هم په خلکو غږ کړی ؤ چې باید د احتجاج لپاره له کورونو را اوځي اؤ دعمران خان په ګرفتارۍ خپل احتجاجي غږ پورته کړي.

په عین حال کې تحریک انصاف ګوند اعلان کړی دی چې د عمران خان د قید دسزا په اړوند د اسلام اباد دسیشن کورټ‌ فیصله به اعلا عدلیه کې چیلنج کوي.

دتحریک انصاف ګوند لخوا پخپلو فعالینو د احتجاج د غږ کولو نه وروسته دخالي په ورځ دپاکستان بیلابیلو ښارونو کې ددغه ګوند پلویانو احتجاجونه کړي دي خو څېړونکي وایي دا احتجاجونه په ډيره محدوده کچه وؤ اؤ دخلکو په ځانګړې توګه دتحریک انصاف ګوند د مشرانو برخه پکې ډيره کمه وه.

تر دې وړاندې چې عمران خان دالقادر یونیورسټۍ دغبن په مبینه قضیه کې په نهم مې نیول شوی ؤ نو دهغه د ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې قهرژنې مظاهرې کړې وې اؤ ددغو مظاهرو په مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تنصیباتو ته اورونه اچول شوي وؤ.

تر دغو احتجاجونو وروسته امنیتي ځواکونو دتحریک انصاف د مشرانو اؤ پلویانو پرضد ګرد هیواد کې عملیات کړي‌ وؤ اؤ عمران خان دعوه کوي چې دهغه دګوند تر 10زرو زیات فعالین اؤ مشران پولیسو نیولي اؤ‌ زندانونو ته یې اچولي دي.

خو دا ځل دعمران خان له نیول کیدو نه وروسته تحریک انصاف ګوند خپلو فعالینو ته داحتجاج دغږ سره سمه دا لارښوونه هم کړې ده چې دهغوي احتجاجونه باید پرامنه اؤ دقانون په درشل کې دننه وي.

دا په داسې حال کې ده چې دعمران خان له نیول کیدو نه وړاندې دخېبر پښتونخوا زیاتره سیمو کې دانتظامیو لخوا دفعه 144 پرځای کړل شوې ده اؤ د وي او ای اردو د رپورټ له مخې په مردان کې د دفعه 144 په خلاف ورزۍ کولو دعمران خان دګرفتارۍ پرضد احتجاج ته راوتلي تر شلو زیات دپي ټي‌ ایي فعالین پولیسو نیولي دي.

په نیول شوؤ کې دتحریک انصاف دصوبایي پارلیمان دپخواني غړي دوه زامن عارف اؤ طارق هم شامل دي.

په بنو کې هم د پي ټي ایي د دوؤ فعالانو دنیولو اطلاع مخې ته راغلې ده چې له دې ګرفتاریو وروسته دپي ټي ایي فعالینو خپل احتجاجونه ختم کړي دي.

همدا شان په ټولنیزو رسنیو تحریک انصاف ګوند دعوې کړې دي چې دملک دبیلابیلو برخو نه دهغوي پلویان پولیسو داحتجاجونو په مهال نیولي دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.

د عمران خان په ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس اوسني حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG