لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې اپوزېشن د نریندرا مودي حکومت د بې باورۍ له تحریک سره مخ کړی


واشنګټن – د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د بهاراتیا جناتا ګوند حکومت د نهې یا سې شنبې په ورځ په پارلمان کې د بې باورۍ له تحریک سره مخ شوی.

د بې باورۍ دا تحریک په شمال ختیځ ایالت مانیپور کې د نژادي یا توکمي اقلیت پر سر د هغې راپورته شوې شخړې له امله وړاندې شوی چې له امله یې د تېرو دریو میاشتو راهیسې مودي په دې کې پاتې راغلی چې پرې خبرې وکړي.

دغه تحریک د "انډیا" په نامه د هغه اتحاد له خوا وړاندې شوی چې د اپوزېشن ۲۶ ګوندونه پکې دي خو د مودي د حکومت ثبات له ګواښ سره نه مخامخ کوي.‌

دغه اپوزېشن په پارلمان کې غوڅ اکثریت هم لري.

د کانګرس ګوند یو وکیل Gaurav Gogoi وویل، د بې باورۍ تحریک د شمېر په اړه نه بلکه د مانیپور د خلکو لپاره د عدالت په هکله وه.

هغه وویل، "که مانیپور سوځېږي، هند سوځېږي. که مانیپور وېشل شوی وي نو هند وېشل شوی."

په مانیپور کې د BJP واک دی خو دا چې وزیر اعظم ولې خاموشه دی هغه وویل،

"زمونږ غوښتنه ښکاره ده او هغه دا چې وزیر اعظم باید په دې مسله خبرې وکړي."

خو مودي تر اوسه د مانیپور د تاوتریخوالي په اړه چې درې میاشتې مخکې پیل شوی کومه تبصره نه ده کړې پرته د هغې لنډې تبصرې چې په مانیپور کې د دوو بربنډو کړای شویو ښځو په اړه د یوې ویډی له وایرل کېدو څخه وروسته یې کړې وې.

په مانیپور کې د اکثریت میټي ډلې او د قبایلي کوکي ټولنې ترمنځ نښتو کې د ۱۵۰ کسانو د وژل کېدو او د ۶۰۰۰۰ کسانو د بې ځایه کېدو دعوې شوي.

دغه ډول د ښځو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ګڼې پېښې هم رپورټ شوي.

تاوتریخوالی وروسته له هاغې پیل شو چې د مانیپور یوې هايې کورټ له حکومت څخه وغوښتل چې مثبت کاري پروګرام پلی کړي.

ددغه پروګرام له مخې، به میټې ټولنې ته په ځمکو او دندو کې زیاته برخه ورکول کېږي.

سپریم کورټ چې په دغه ایالت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اورونه کوي ویلي، چې دوی به د جنسیت پر بنسټ د ټولو کېسونو څارنه کوي.

دوی تېره اونۍ دا هم ویلي و چې داسې ښکاري د قانون نافذونکي په دغه ایالت کې مات شوي دي.

سیاسي څېړونکي وايي، د انډیا په نامه اتحاد چې تېره میاشت د اپوزېشن د ۲۶ ګوندونو لخوا جوړ شوی هیله لري چې د راتلونکي کال له عمومي ټاکنو مخکې سیاسي کشش ومومي.

دوی په پارلمان کې له همدې بحث نه د توجو راخپلولو لپاره کار اخلي ځکه دوی وایي چې د بي جې پي ویشونکي سیاستونه دي.

سیاسي څېړونکی رشید کېدوي وايي:

"د اپوزېشن له نظره د بې باورۍ تحریک ته باید له دې نظره وکتل شی چې د ښاغلي مودي په وړاندې یو خوځښت رامنځ ته شي."

هغه زیاتوي، "د مانیپور د بحران له لارې اپوزېشن غواړي چې د بې جې پي د واک پر مهال داسې تېروتنې خلکو ته ښکاره کړي."

تر‌ ډېره داسې ښکاري چې مودي به بیا خپل ګوند تر بریا ورسوي نو ځکه دغه اتحاد غواړي چې ټول په ګډه د بې جې پي په وړاندې جګړه وکړي.

خو د واکمن ګوند غړو د پارلمان ددغې غونډې پر وخت د مودي د حکومت د لاسته راوړنو یادونه کوله او ویل یې چې هېواد د مودي تر واک لاندې په چټکۍ سره پرمختګ کوي او په مخالفینو یې ګوزارونه وکړل.

کېدوي وویل، "دا یو تلویزیوني بحث و نو ځکه دوی کوښښ کوي چې د مخالفینو اتحاد او کانګرس ګوند په نخښه کړي. همدارنګه څنګه چې د مانیپور اندېښنې د هېواد په لېرو سیمو کې دي او د هېواد په نورو برخو باندې کوم اثر نه لري نو دواړه لوریو په قصدي توګه په پراخو نورو مسلو هم خبرې وکړې."

د مودي پرضد د بې باورۍ په دې تحریک باندې به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ رایه واچول شي.

بې جې پي او متحدین یې د هند د استازو جرګې له ۵۴۵ څخه ۳۵۰ څوکۍ لري.

دا دوهم ځل دی چې د مودي حکومت د خپلې نهه کلنۍ واکمنۍ پر مهال د بې باورۍ له تحریک سره مخ کېږي.

تر دې مخکې د بې باورۍ بل تحریک په ۲۰۱۸ کال کې و چې ناکام شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG