واشنګټن – د هیټي په پلازمېنه پورټو پرینس کې د امریکا سفارت ویلي، دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ خپل سفارت وروسته له هاغې وتړه او خپل ټول کارکونکي یې د سفارت په ودانۍ کۍ دننه ایسار کړل چې شاخوا یې ډزې کېدلې.
د امریکا سفارت په یو امنیتي خبرداري کې ویلي، " له دوامداره تېزو ډزو سره سفارت ته پرتې ځینې لارې ښايي اغېزمنې شوې وي."
په هیټي کې د امریکا سفارت په داسې حال کې تړل شوی چې د ګل په ورځ ددغه هېواد په پلازمېنه کې سخت لاریونونه وشول او لاریون کونکو د پولیسو پرضد نارې وهلې او ترې غوښتنه یې کوله چې دوی د مجرمو ډلو له تاوتریخوالي څخه وژغوري.
په هیټي کې د مجرمو ډلو لخوا د تښتونې یا اختطاف پېښې زیاتې شوي او روغتیايي خدمات یې بې خونده شوي.
ملګري ملتونه وايي، شاخوا ۵.۲ میلیونه خلک چې تقریبا د هیټي نیمايي وګړي (ابادي) جوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري.
Forum