لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې د خبریال ورځ لمانځل شوې خو خبریالان بندیان دي


د ایران بندي شوې خبریالانې نیلوفر حمیدي او الاهه محمدي
د ایران بندي شوې خبریالانې نیلوفر حمیدي او الاهه محمدي

واشنګټن – په ایران کې د خبریالانو ورځ د نهې یا سې شنبې په ورځ په داسې حال کې لمانځل شوې چې ګڼ وتلي خبریالان دغلته د زندان د میلو شاته پراته دي.

په ایران کې د اګسټ اتمه ورځ په ۱۹۸۸ کال کې په افغانستان کې د یو ایراني دولتي خبریال او اتو ډپلوماټانو د یادونې لپاره ځانګړې شوې ده.

په داسې حال کې چې ایراني‌ رسنیو دغه ورځ لمانځله خو وتلې خبریالانې نیلوفر حمیدي او الاهه محمدي لا تر اوسه هم په زندان کې دي.

حمیدي او محمدي په تېر سپټمبر کې له پولیسو سره د ۲۲ کلنې کردۍ ایرانۍ مهسا امینې د مړینې او جنازې راپورونه ورکړې و.

د تهران پولیسو مهسا امیني له دې امله نیولې وه چې د هغوی په وینا د ایران شرعي حجاب یې نه و اغوستی.

د تهران له پولیسو سره د مهسا امینې له مړینې وروسته په ټول هېواد کې د میاشتو راهیسې لاریونونه وشول.

ایراني چارواکي وايي، دغه دوه خبریالان له امریکا سره د همکارۍ په تورونو نیول شوي چې د ایران د ملي امنیت پرضد یې کار کاوه او د ایران د نظام پرضد یې پروپاګنډه خپروله.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا تورونه رد کړي چې ګنې دغو خبریالانو له امریکا سره همکاري درلوده.

د نهې په ورځ هم میهن ورځپاڼې د حمیدي او محمدي انځورونه په خپلې لومړۍ پاڼې چاپ کړي وو.

دغې ورځپاڼې "خبریالان تر بل هر وخت زیات یواځې دي" تر سرلیک لاندې په یوې مقاله کې لیکلي، "په دې ورځو کې خبریالي له یوې سختې پېښې هم خطرناکه ده. د خبریالۍ سخت اړخ په دې کې دی چې زمونږ ټولنه اوس په کوم حالت کې ده. هیڅ شی په سم ځای کې نه ښکاري او کله چې تاسو وګورئ نو ستونزې همداسې پیدا کېږي. خلک د هر څه په اړه خفه دي. خو کله چې مونږ د هغوی د درد په اړه لیکو نو مونږ باید له هر توري سره له پوره احتیاط نه کار واخلو ځکه زمونږ په لیکنه کې لږه بې غوري هم یوه مسله جوړولی شي."

د سازندګي په نامه د یوې بلې ورځپاڼې خبریال او چیف ایډېټر د "چلنجونو کال" تر سرلیک لاندې لیکلي، چې "خبریالان مخالفین نه دي."

د خبر په نامه په ویب پاڼه کې د جلال خوش چهره لخوا په یوې لیکل شوې مقاله کې لیکل شوي، "د رسنیو اوسنۍ ستونزې اسانه نه دي چې ورسره چلند وشي، مدیران یې په یو سخت ځای کې اچولي چې ایا دوی مسلکي کار وکړی او که خپل همکاران د کار پر وخت له ستونزو وساتي."

د رسنیو تنظیمونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۹۵ خبریال بندیان شوي چې ۲۴ تنه یې ښځینه خبریالانې دي.

د دې ترڅنګ ایران دا مهال د خبریالانو او ښځینه خبریالانو د بندي کولو له امله په نړۍ کې تر د ټولو بدو هېوادونو په ډله کې دی.

د ۲۰۲۳ کال لپاره د رسنیو د ازادۍ په کتار کې چې د بې پولې خبریالانو لخوا د مې په دریمه نېټه خپور شوی ایران په ډېرو خرابو هېوادونو کې ځای لري.

د ۱۸۰ هېوادونو په دغه کتار کې د رسنیو د ازادۍ له پلوه د تر ټولو خرابو هېوادونو په ډله کې له ویتنام، چین او شمالي کوریا وروسته ایران ځای لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG