واشنګټن - د بنګله دېش یو شهري چې د ملګرو ملتونو دپاره یې کار کولو او یو کال وړاندې په یمن کې د القاعده ډلې لخوا اغوا کړی شوی و، آزاد شوی دی. دا خبر د بنګله دېش د وزیراعظمې دفتر د زیارت/پنجشنبې په ورځ ورکړ.
دغه کس چې سیف الانعام نومیږي، د شورو/چهارشنبې په ورځ د القاعده له قیده آزاد شو او یوه ورځ پس یې په ډاکهه کې خبریالانو ته وویل: "ما هېڅ کله هم دا فکر نه کولو چې زه به بېرته وطن ته ستون شم."
هغه د القاعده په بند کې تېرې اتلس میاشتې، "ویروونکې" وبللې او ویې ویل: "ما فکر کولو هر وخت چې وي، ترهګر به ما ووژني. ورځې مې خوارې وې، هره ورځ د مرګ یره وه. په الفاظو یې نشم اظهار کولی. صرف په فلمونو کې لیدل کېدلی شي."
د 2022 کال په فرورۍ میاشت کې د عرب جزیره نما القاعده ډلې (اې کیو اې پي) انعام او څلور تنان نور هغه وخت اغوا کړل چې د یمن د جنوبي بندر، عدن ښار نه راروان و. هغوی د ملګرو ملتونو یو مېشن ته کار کولو.
اعام وویل چې هغه ته جسمي شکنجه نه ده ورکړی شوې، مګر اکثره وختونه به یې سترګې په پټۍ پټې ساتل کېدلې او په میاشتو به یې اسمان نشوی لیدلی. هغه به د یو ځایه بل ځای ته لېږدول کېدلو.
هغه زیاته کړه چې نه پوهېدلو القاعده ډلې ولې هغه ساتلی و او څه یې غوښتل، خو فکر یې کولو چې د ملګرو ملتونو د یو چارواکي په حیث په نښه کړی شوی و.
انعام د وزیراعظمې شیخ حسینه مننه وکړه چې د هغه په ژغورلو کې یې کوشش کړی و. خو دا نه دي ویلی شوي چې د بنګله دېش حکومت د انعام په آزادولو کې څه داسې کردار لوبولی او آیا القاعده ډلې د هغه په آزادولو کې څه حاصل کړي او که نه.
د یو بل خبر ترمخه، وسله والو چې د القاعده شک ورباندې کیږي، په یمن کې د پوځ یو کمانډر او درې نور وژلي دي.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یمن په جنوبي علاقه کې یوې ډلې وسله والو چې ګومان کیږي د القاعده ډلې کسان و، په یوه حمله کې د پوځ یو کمانډر او د علیحده پسندې ډلې درې عسکر وژلي دي. دا خبر د یمن امنیتي چارواکو، د علیحده پسنده ډلې مشر، او د پېښې یو ګواه تصدیق کړی دی.
یمن کې دا څو کاله ناامنۍ او عدم استحکام لیدلی کیږي. یو اړخ ته د ایران د ملاتړه برخمن د حوثيانو ډله ده چې اکثره ملک يې په لاس کې دی، بل طرف ته د سعودي عرب د ملاتړه برخمن د یمن پخواني چارواکي دي.
د دې ترڅنګ، په یمن کې ترهګرې ډلې هم راپیدا شوي چې اهمه یې د القاعده ډله ده.
Forum