لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرکاري وکيلان غواړي د امريکا د پخواني ولسمشر ټرمپ خلاف د انتخابونو د سازش مقدمه په جنورۍ کې پيل کړي


واشنګټن- د امريکا د عدالت د محکمې وکيلانو غوښتنه کړې د راروان کال د جنورۍ په دويمه نېټه دې د ډانلډ ټرمپ خلاف د کال 2020 د ولسمشرۍ د انتخابونو د سازش مجرمانه مقدمه پيل شي چې ټرمپ غوښتل د ډيموکريټس ګوند د اميدوار جو بايډن ګټه په بيلات بدله کړي.

د مقدمې تر ټولو غټ وکيل او خصوصي کاونسل جيک سمېت د ډسټريکټ جج تانيا چوټکن په عدالت کې د مقدمې د داخلولو په وخت ويلي اميد کوي د ټرمپ خلاف به د هغه پيشي ډېر وخت ونه نيسي او دا به د څلورو شپږو اونیو نه زيات وخت نه وي. د جيوري انتخاب به په ډيسمبر کې سر ته ورسي.

دومره وخت لګېدل امکان دی چې ټرمپ دې ته اړباسي چې خپل ويک اينډز یا هفته واره رخصتي په عدالت کې تېره کړي. دا وړومبی ځل دی چې د رپبلېکن ګوند د ولسمشرۍ د اميدوار انتخاب کول هم ټاکل دي او د ګوند په ايوا ايالت کې کاکسېز هم په 15 جنورۍ کيږي.

قامي شمارې ښيي ټرمپ د ولسمشرۍ په زغل کې تر لرې لرې دومره وړاندې دی چې د نومبر 2024 په انتخابونو کې به يې مقابله بيا د بايډن سره وي.

د ټرمپ وکيلان به يقينن چې د مقدمې د پيل نېټه د جنورۍ نه وروسته اړول غواړي خو هغوی که تاريخونه بدلوي هم نو فلحال ورته جج چوټکن ته د وينا ضرورت نشته او کېدلی شي دا کار دوی راروانه اونۍ وکړي.

يوه بله مقدمه چې سمېت په سويلي ايالت فلوريډا کې د ټرمپ خلاف کړې او په ټرمپ تور دا دی چې هغه ډېر د نيشنل سيکيورټي د خفيه معلوماتو دستايزوات له ځان سره ساتلي وو به اورېدو ته لګي.

د ټرمپ وکيلان د مقدمې اورېدنه د راروانو انتخابونو نه وروسته کولو دليل وړاندې کوي خو جج ايلېن کينن مقدمه د می اخر ته لګولې ده.

په واشنګټن کې ټرمپ د څلورو تورونو د منلو نه انګار کړی او د فلوريډا په څلوېښتو لګېدلو تورونو کې ځان بې ګناه حسابوي. پخواني ولسمشر وکيل ته بد رد ويلي او وايي د هغه ماغزه سم نه دي او وايي دا تورونه پرې د دې د پاره لګېدلي چې غواړي ټرمپ انتخابونه ونه ګټي.

ټرمپ جج چوټکن ته ويلي ځان دې د دې مقدمې نه فارغه کړي او دا مقدمه دې د واشنګټن نه بهر يوسي. ټرمپ په تېرو انتخابونو کې د بايډن مقابله کې په واشنګټن کې 5% رایې ګټلې وې. خو د هغه وکيلانو د بل جج د لګولو او د مقدمې د ځای بدلولو غوښتنه نه ده کړې چې په کرېمېنل مقدمو کې په عامه توګه نه بدليږي.

د سرکاري وکيلانو په وينا په دويمه جنورۍ د مقدمې پيل به د خلکو توجه ځان پله واړوي او دا به زر فيصله شي د کوم چې ايين په ټولو فيډرل مقدمو کې ضمانت ورکوي.

خو دا به د پام وړ وي چې يو پخوانی ولسمشر به د سازش په مقدمه کې د ځان دفاع کوي. په ټرمپ د سازش سره سره د انتخابونو د نتيجو نيول او د خلکو قانوني رای بې توقيره کولو تورونه هم دي.

چوټکن اشاره ورکړې چې غواړي د 28 اګست نه مقدمه پيل کړي.

ټرمپ به په مارچ کې په يوه مقدمه کې د نيويارک يو عدالت ته حاضريږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG