لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي پنجاب کې یې 21 ترهګر نیولي دي


د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې 21 ترهګر نیول شوي دي.

د خالي په ورځ د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو(سي ټي ډي) ویاند پخپل بیان کې ویلي چې په نیول شوؤ ترهګرو کې د 13 کسانو تعلق د هغو ترهګرو ډلو سره دی چې پاکستان پرې بندیزږنه لګولي دي.

سي ټي ډي پخپل بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو نورو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي ددغو ترهګرو د ولکې نه چاودیدونکي مواد، لاسي بمونه اؤ‌ نغدې پیسې هم ترلاسه کړې دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د ورانکارو پرضد یې دا عملیات په لاهور، ډیره غازي خان، جهلم، مظفر ګړهـ ، اؤ نور سیمو کې کړې دي.

ویاند ویلي پولیسو دا 21 ترهګر د ګوجرانواله، سرګودهې، اټک اؤ ساهیوال سیمو نه نیولي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر روانه اوونۍ پېښور کې یوې قبایلي جرګې ته د وینا په مهال دې پېښو ته خپل غبرګون کې ویلي وو، ترهګر په داسې ناکامو هڅو غواړي چې ریاست ځان سره مذاکراتو ته مجبوره کړي خو هغه ویلي وؤ چې ترهګرو ډلو سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.

د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې د پاکستان دننه 18 ځانمرګي بريدونه شوي دي چې دې کې زیاتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG