لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: د شیعه ګانو په یو زیارت کې د مهلکه ډزو نه پس، 8 بهرني شهریان ګرفتاره کړی شول


واشنګټن (فرانس پرس) - ایراني چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د شیعه ګانو په یو زیارت کې د دوو کسانو د قتل په قضیه کې د یو وسله وال کس د ګرفتاره کولو پس یې، اته تنه بهرني شکمن کسان هم ګرفتاره کړي دي.

دا پېښه د ایران د فارس صوبې په سرښار شیراز کې د شاه چراغ په زیارت کې شوې ده. قریب یو کال وړاندې، په همدې زیارت کې ناتاره ډزې هم شوې وې چې وروستو یې ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخېستې وه.

د ایران سرکاري رسنیو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د شاه چراغ زیارت په تازه حمله کې یو کس وژل شوی او اته تنان نور ټپیان شوي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د اېرنا په نوم د ایران رسمي خبرې ادارې د فارس صوبې د چیف جسټس کاظم موسوي له قوله خبر ورکړ چې په پېښه کې یو تن زخمي شوي کس هم ساه ورکړې او په دې توګه د پېښې د وژل شوو کسانو شمېر دوه شو.

موسوي تر دې وړاندې د عدالتي نظام پورې اړوند د میزان آنلاین خبري ویب سایټ ته وویل چې، "اته تنان کوم چې ورباندې ګومان کیږي د دې ترهګریز برید سره یې تعلق درلود، نیولی شوي دي. ټول نیولی شوي کسان بهرنیان دي."

هغه په دې هکله نور څه وضاحت نه دی ورکړی.

د حملې اصلې ملزم د اتوار/یکشنبې په ماخوستن، د برید نه لږ شېبه پس ګرفتاره کړی شو. میزان آنلاین ویلي چې هغه رحمت الله نوروزوف نومیږي او د تاجکستان شهري دی.

په شاه چراغ زیارت کې د ډزو نه وروستو، هلته کې کړکۍ ماتې ښکارېدلې او په ځمکه باندې وینې هم لیدل کېدلې.
سمدستي د حملې ذمه واري کومې ډلې په غاړه وانخېسته، مګر د فارس صوبې ګورنر محمد هادي ایمانیه د داعش ډلې تندلاري په دې حمله کې ککړ بللي دي.

هغه د ایران سرکاري ټي وي ته وویل چې برید کوونکي غوښتل "د هغو دوو ترهګرو انتقام واخلي" کوم چې په هماغه زیارت کې د تېر کال د ډزو په قضیه کې تېزندۍ کړی شول.

د ګل په ورځ د ایران داخله وزیر احمد وحیدي د حملې ځای ته د تګ پر مهال سرکاري ټي وي ته وویل چې هغه "ترهگر" د ایران نه بهر یوې فعالې ډلې سره همکاري کوله.

یورپي اتحاد او د عراق، روس او فرانس په شمول څو ملکونو د ایران په شاه چراغ زیارت کې د اتوار د ماښام حمله غندلې او ایران سره یې د غمشریکۍ اظهار کړی دی.

د عراق د خارجه وزارت ترجمان احمد الصحاف ویلي چې ملک یې "په هره بڼه کې ترهګري" ردوي او "د ترهګرۍ سره په مقابله کې د نړېوالې ورورولۍ سره" اودرېږي.

تېر کال د اکټوبر په میاشت کې د شیراز ښار په شاه چراغ زیارت کې ناتاره ډزې وشوې چې په کې دیارلس تنه مړه او دېرش تنه نور ټپیان شول. د هغه برید ذمه واري وروستو داعش ډلې په غاړه واخېسته.

ایران د هغه برید په اړوند، د جولائی په 8مه نېټه، دوه تنان د عوامو په مخکې تېزندۍ کړل.

د فارس صوبې چیف جسټس کاظم موسوي وویل چې د دې ترڅنګ، درې نورو ملزمانو ته د داعش ډله کې د غړیتوب په جرم، د پېنځه، پېنځلس او پېنځه ویشت کاله بند سزاګانې اورول شوي دي.

په نوامبر میاشت کې ایران خبر ورکړ چې د افغانستان، آذربایجان، او تاجکستان سره تعلق لرونکي شپږویشت (26) "تکفیري ترهګر" یې هم د هغه ناتاره ډزو په قضیه کې ګرفتاره کړي دي. د ایران اکثریت آبادي شیعه ګان دي او هلته کې د تکفیري لفظ تندلاره جهادي سني مذهبو ته کارول کیږي.

شاه چراغ زیارت، د شیعه ګانو د اتم نمبر امام رضا د ورور، احمد مقبره ده چې د ایران په جنوب کې ډېره مقدسه ګڼلی کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG