واشنګټن - د روس حکومت، قریب اتلس میاشتې پس د هغه چې په اوکراین باندې یې پراخ پوځي یرغل پیل کړ، اوس د غټو اقتصادي چلېنجونو سره مخ شوی دی او په نړېوالو بازارونو کې د روبل کرنسۍ ارزښت په رالوېدو دی.
د میاشتو راهېسي د امریکايي ډالر او نورو اهمو کرنسیو په مقابله کې د روس د کرنسۍ – روبل – بیعه په ټېټېدو وه، خو د ګل/دوشنبې په ورځ دا لړۍ لا پسې تېزه شوه.
د روس مرکزي بنک د نهې/سې شنبې په ورځ بېړنۍ غونډه رابللې، او په دې وخت کې د یو امریکایي ډالر بیعه د سل روبلو نه لوړه ده چې د کال د پیل نه تر اوسه د روبل په ارزښت کې 30% کم والی څرګندوي.
روس دا هم څرګنده کړې چې د ملک اوسنۍ اېکاونټ بېلنس یې، کوم چې د روس نه د برامد شوو او درامد شوو مالونو او خدماتو نسبت ښکاره کوي، د کال په دویمه ربعه کې 5.4 بلین ډالرو ته رسېدلې چې کال په کال 93% ټيټېدل ښيي.
د دې شمېرې نه داسې معلومیږي چې د روس په برامداتو کې ډېر زیات کمی راغلی او دا یې اقتصاد ته یوه بده نښانه ده. د روس اقتصاد تر ډېره د تېلو او غله دانو په برامداتو ولاړ دی.
په اوکراین باندې د پوټین د پوځي یرغل نه سمدستي وروستو، د نړۍ سترو اقتصادي طاقتونو په روس باندې اقتصادي پابندۍ ولګولې چې دا پابندۍ د وخت په تېرېدو پسې زیاتې شولې، په خصوص هغه وخت چې د روس د تېلو او ګېسو په بیعې باندې حد وټاکلی شو. دې سره ماسکو ته ډېره سخته شوله چې خپل تېل او ګېس په آزادو نړېوالو بازارونو کې خرڅ کړي، نو مجبوره شو چې په بیعو کې ډېر رعایتونه ورکړي.
روس د نړېوالو پابندیو په غبرګون کې او د دې دپاره چې اوکراین کې خپله جګړه هم پرمخ یوړلی شي، د خپل اقتصاد توجو یې د پوځي وسایلو صنعت ته واړوله.
د روس د صدارتي اېوان – کرملېن – یو چارواکي ماکسیم اورېشکین د ګل/دوشنبې په ورځ حکومتي خبري ادارې (تاس) ته په یو لیکل شوي مضمون کې، دا ومنله چې د روس د کرنسۍ ارزښت کمېدل یو چلېنج دی، مګر ټینګار یې وکړ چې د روبل ارزښت به ډېر ژر بېرته لوړ شي.
اورېشکین په دې مضمون کې د روبل د ارزښت ټیټېدو قصور د روس په مرکزي بنک اچولی او ویلي یې دي:
"نرمه مالیاتي تګلاره د روبل د کمزوره کېدو او د ګرانۍ د زیاتېدو اصلي وجه ده. سنټرل بنک سره د حالاتو د معموله ګرځولو دپاره ټول ضروري وسایل شته دي."
مګر د روس مرکزي بنک ویلي چې د روبل د ارزښت کمېدو وجه د روس برامداتو ته د تقاضه کمېدل او درامداتو ته یې تقاضه زیاتېدل دي.
اوس چې د روس مرکزي بنک د نهې/سې شنبې ورځې ته بېړنۍ غونډه رابللې، توقع دا ده چې د روبل ارزښت جګولو دپاره به د سود شرحه کې اضافه راولي.
Forum