لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي رزمک کې یې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې دوه وسله وال وژلي


د پاکستان پوځ وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې "دوه ترهګر وژل شوي" دي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دا عملیات د استخباراتي معالوماتو په اساس د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د 14م او 15م اګست په منځ شپه کې شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي دي په سیمه کې د وسله والو په اړه په اطلاع ترلاسه کولو چې کله "پوځ دغلته دترهګرو نه ګیره تاؤ کړه" نو د دواړو خواؤ تر منځ سخته نښته وشوه اؤ دعوه کوي چې په دې نښته کې دوه ترهګر ووژل شول.

پوځ د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې هغوي په امنیتي ځواکونو په بریدونو، هدفي وژنو، قلنګ غوښتلو اؤ د ترهګرۍ په نورو فعالیتونو کې ککړ وؤ.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکي نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

آی ایس پي ار ویلي په سیمه کې د ترهګرو د لټون لپاره عملیات دوامداره دي اؤ د سیمې خلکو د ترهګرۍ ختمولو په لړ کې پوځ ته د کوټلې مرستې باور ورکړی دی.

دا عملیات وروسته له هغې شوي دي چې وړمه ورځ په رزمک کې د ایف سي ځواکونو په یو ګاډي د سړک د غاړي د ښخ ماین چاودنه وشوه چې پکې د ایف سي څلور عسکر ژوبل شوي وؤ.

په دي وروستیو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په پوځ، اېف سي او پوليسو د ځانمرګي بریدونو ترڅنګ د بمي چاودنو لړۍ چټک شوې ده چې امنیتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسلام اباد کې د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي، چې زياتره یې په پښتونخوا کې شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ پّ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

د رپورټ ترمخه تېر کال په ګرد هېواد کې د ځانمرګو بریدونو شمېره 15 وه.

په 30مه جولايۍ باجوړ کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف په غونډه ځانمرګی برید شوی، د 60 نه زيات کسان ورکې وژل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG